Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د محـمد سعید زوی په ۱۸۸۲ز کال کې د هندوستان په دهرا دون کې زېـږېـدلی دئ. لومړنی ښوونځی ﺌـې په دهرا دون کې لوستی او بیا د آخوند ملا پیرو ښوونځي ته تللی دئ. په ۱۹۰۲ز کال کې د حبـیـبـیې له ښوونځي او په ۱۹۰۸ز کال کې له حربي ښوونځي څخه فارغ سوی دئ. د حربي ښوونځي ښوونکی؛ (د ټیټ پوړو پوځي افسرانو د روزنې لپاره) د حربي ښوونځي بولندوی. په ۱۹۲۰ز کال کې د پغمان د ښوونځي مدیر. د جگړن رتبې ته ﺌـې ارتقاء وکړه. په ۱۹۲۱ز کال کې په دریم شاهي واحد کې وو. په ۱۹۲۲ز کال کې د هرات په گارنیزیون کې د پوځي روزنې مسؤول. په ۱۹۲۳ز کال کې ﺌـې په هرات کې حربي ښوونځي پرانیست.

په ۱۹۲۴ز کال کې ﺌـې د ډگرمن رتبې ته ترفیع وکړه. په ۱۹۲۵ز کال کې گوډ ملا د بغاوت پر وړاندې د توپچي ځواک بولندوی. د ډگروال رتبې ته ﺌـې ارتقاء وکړه، د کابل دوهم گارنیزیون کې وو. په ۱۹۲۷ز کال کې د ولسي جرگې/ پارلمان مرستیال. په ۱۹۲۸ز کال کې په کابل کې د پولیسو د ښوونځي بولندوی او منتظم. د حبیب الله کلکاني پر وړاندې ﺌـې جگړه وکړه او ویل سوي چې د کلکاني ۴۰۰ تنه جنگیالي ﺌـې ونیول خو اعلیحضرت امان الله خان نیول سوي سرتیري د پیسو او تحایفو له اهداء کولو وروسته خوشې کړل. په ۱۹۲۹ز کال کې حبیب الله ککاني زنداني کړ. له شاه محـمود او شاه ولي سره ﺌـې د حبیب الله کلکاني پر ضد همکاري وکړه. په ۱۹۳۰ز کال کې د تورن جنرال رتبې ته ﺌـې ارتقاء وکړه او د جنگ د وزارت مرستیال وزیر وټاکل سو. په ۱۹۳۳ز کال کې د حربي پوهنتون بولندوی او منتظم. په ۱۹۳۵ز کال کې د جنگ د وزارت د تفتیش د ریاست رﺌـیس. په ۱۹۳۷ز کال کې متقاعد سو. په ۱۹۸۲ز کال کې پاکستان ته وتښـتـېـد او په ۱۹۸۳ز کال کې امریکا ته لاړ.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

هاشم کاکړ