Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د عبدالله زوی په ۱۹۵۰ز کال کې د میمنې په بلچراغ کې زېـږېـدلی دئ. په میمنې او د کابل د حـبـيـبـیـې په لیسې کې ﺌـې زده کړې کړي دي. له ۱۹۶۸ تر ۱۹۶۹ز کال پورې د (آیووا په سپنسر کې د فیلو شیپ زده کوونکی) . د حـبـيـبـیـې له لیسې څخه له فراغت وروسته د کابل پوهنتون د طب په پوهنځي کې شامل سو.

په ۱۹۷۷ز کال کې ﺌـې په (اندیدیاناپلس)[ ] کې د «اندیانا له پوهنتون» [ ] څخه خپله ماستري په تاکیسکالوژيیا زهر پـېـژندنې کې واخیستله؛ او په ۱۹۸۲ز کال کې ﺌـې خپله دکتورا په «ایپدیمولوژي» کې د «سیاتل د واشنگټن له پوهنتون» [ ] څخه واخیسته. د «فرد هچنسن د سرطان د تحقیقاتو د مرکز، ستاف ساینتست» . د «ایرلحم د نړۍ وال کلب د مسلمانو محصلینو د ټولنې» [ ]، د سیاتل اسلامي مرکز، د سیاتل اسلامي ښوونځي، او د افغان مرستې د سازمان رﺌـیس. د افغانستان د مالي مرستې رﺌـیس. مورنۍ ژبه ﺌـې پـښـتو ده.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

فیض الله کاکړ