Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​سردار دئ، کندهاری دئ. د رحمدل خان تر ټولو مشر زوی دئ او د امیر دوست محـمـد یو له پینځو کندهاریو وروڼو څخه دئ. دی یو له هغو سردارنو څخه دئ چې امیر عبدالرحمن خان د ۱۸۸۱ز کال د دسمبر په میاشت کې له کندهار څخه اخراج کړ. «عثمانیه» ته په تبعید لاړ؛ بیا ﺌـې درې کاله په کراچۍ کې تـېـر کړل او ورپسې بغداد ته لاړ او شپږ میاشتې ﺌـې هلته تـېـرې کړلې.
په پای کې ﺌـې بـېـرته استانبول ته مخه کړه چې سلطان عبدالحمید په خورا ورین تندي ومانـﮥ؛  سلطان عبدالحمید دی دمشق ته د سلطنتي مـېـلمه په توگه ولـېـږﮤ. دی یو له مشهورو شاعرانو څخه وو چې د «طرزي» مستعار نوم ﺌـې غوره کړی وو. شعري دیوان ﺌـې په ۱۸۸۱ز کال کې د دﮤ د زوی محـمد زمان خان له لوري په کراچۍ کې چاپ سو. په ۱۹۰۰ز کال کې په دمشق کې وفات سو. دی د محـمـود طرزي پلار وو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

غلام محـمـد طرزي