نوع محتوا | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | د حاجي محـمد عمر غوثي زوی په ۱۹۲۶ز کال کې په لوگر کې زېـږېـدلی دئ. د حـبـيـبـیـې له لیسې څخه له فارغـېـدلو وروسته، عارف د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې شامل سو او په ۱۹۵۲ز کال کې د لیسانس په درجې فارغ سو. بیا د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او د «ایلي نویز» [ ] له پوهنتون څخه ﺌـې په کرنیز اقتصاد کې خپله ماستري تر لاسه کړه. په ۱۹۵۷ز کال کې په واشنگټن ډي سي. کې (د اقتصادي پرمختگ د انستیتیوت) [ ] فیلو یا همکار. له ۱۹۶۶ تر ۱۹۶۷ز پورې ﺌـې په فرانسې کې د یونسکو د فیلوشیپ په پروگرام کې گډون وکړ. له ۱۹۵۷ تر ۱۹۶۸ز کال پورې د کابل په پوهنتون کې لارښود/ یا راهنما او پوهنمل. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۴ز کال پورې د معارف د وزارت د پلان جوړولو د دیپارتمنت مشر. له ۱۹۶۸ تر ۱۹۷۰ز کال پورې د معارف د وزارت دوهم مرستیال وزیر. له ۱۹۷۰ تر ۱۹۷۱ز کال پورې د پلان د وزارت مرستیال وزیر. له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۲ز کال پورې د سوداگریزو چارو د وزارت وزیر. د ۱۹۷۳د مارچ له میاشتې د ۱۹۷۳ تر سپتمبر پورې د پلان په وزارت کې د بشري ځواک سلاکار. د ۱۹۷۷ز کال له جنورۍ څخه د ۱۹۷۸ز کال د اپریل تر میاشتې پورې د کرنې د پرمختیا د بانک رﺌـیس. په یونسکو کې هندوستان، «لیسوتو» [ ] او سودان ته په نړۍ والې دندې تللی دئ. مورنۍ ژبه ﺌـې دري ده؛ په انگلیسي، فرانسوي، عربي او پـښـتو هم خبرې کوي. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| ![](http://www.afghan-dic.com:8080/DocLib3/aref_ghawsi.jpg) | عارف غوثي |