Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د نثار احمد زوی، په ۱۹۳۰ز کال کې زېـږېـدلی دئ، په قوم یوسف زی دئ. د اماني له لیسې څخه فارغ سوی دئ. د کابل له پوهنتون څخه ﺌـې په حقوقو او سیاسي علومو کې د فراغت سند او د «فري برگ» [ ] له پوهنتون څخه ﺌـې دکتورا تر لاسه کړې ده.  د کابل پوهنتون د حقوقو استاد او په ۱۹۶۴ز کال کې د اساسي قانون د مشورتي کمیسیون غړی. په ۱۹۶۴ز کال کې د تالقان والي. په ۱۹۶۶ز کال کې د لوگر والي.
په ۱۹۶۷ز کال کې د پروان والي. په ۱۹۷۱ز کال کې د لغمان والي. له ۱۹۷۳ – ۱۹۷۵ز کال پورې د جوزجان والي.  او د ۱۹۸۰ز کال د جنورۍ د میاشتې په لسمې نـېـټې د بلخ والي. د تره کي او امین د واکمنۍ پر مهال د پل چرخي په زندان کې زنداني. د سیمه ییزو حکومتي سازمانونو د لارښونو لپاره د مرکزي اداري» [ ] عمومي رﺌـیس. تر ۱۹۸۳ز کال پورې د «حکومتي پلان جوړونې د کمیټې» [ ] رﺌـیس. په ۱۹۸۳ز کال کې د وزیرانو د شوری مرستیال رﺌـیس. په ۱۹۸۴ز کال کې له خپل مقام څخه معزول کړل سو. وادﮤ ﺌـې کړی دئ، مـېـرمن ﺌـې د ملالۍ د لیسې ښوونکې ده.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

خلیل احمد ابوي