Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د ۱۹۳۲ز کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۰ نـېـټې په لغمان کې زېـږېـدلی دئ. له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۶ز کال پورې ﺌـې د لغمان په لیسې کې زده کړې وکړې. له ۱۹۴۶ تر ۱۹۴۷ز کال پورې د کندهار د احمد شاه بابا په لیسې کې؛ او په ۱۹۵۰ز کال کې د غازي له لیسې څخه فارغ سوی دئ.

په ۱۹۵۷ز کال کې ﺌـې د کابل له پوهنتون څخه خپل لیسانس واخیست. په ۱۹۶۱ز کال کې د لندن په SOAS کې شامل سو چې په ۱۹۶۸ز کال کې ﺌـې خپله ماستري په فلسفې او په ۱۹۷۴ز کال کې ﺌـې خپله دکتورا په تأریخ کې واخیسته. تقریباً ۶۰ مقالې ﺌـې په افغان ورځپاڼو کې خپرې سوې دي او یو شمـېـر کتابونه ﺌـې پـښتو او دري ته ژباړلي دي. آثار ﺌـې : (افغانستان : په نړۍ والو سیاسي پرمختگونو کې یوه څـېـړنه : له ۱۸۸۰ تر ۱۸۹۶ز کال پورې) [ ]، (په افغانستان کې ټولنه او سیاست) [ ]. د پښـتو اکاډیمۍ غړی. د کابل پوهنتون پوهندوی. د کابل پوهنتون د تأریخ د دیپارتمنت مشر. د «شب نامو» په لیکلو تورن سو او په ۱۹۸۳ز کال کې د اتو کالو لپاره زنداني سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

حسن کاکړ