Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​په ۱۹۳۰ز کال کې د کابل ولایت په «سُهاک» کې زېـږېـدلی دئ. د شیوه کیو له لومړني ښوونځي څخه فارغ او په پای کې د کابل له دارالمعلمینو څخه فارغ سوی دئ. په ۱۹۵۵ز کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخه په تأریخ او جغرافیې کې د لیسانس په درجې فارغ سو. له هغه ورورسته د اداري محکمې غړی او د یوﮤ وخت لپاره په صدارت عظمی کې د آرشیف مدیر وو. په ۱۹۶۲ز کال کې د یوﮤ کال لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او له بـېـرته راستـنیدلو وروسته د ملکي خدماتو په ریاست کې د «تحقیق او مطالعاتو» د مدیر په توگه وگومارل سو.

 په ۱۹۷۱ز کال کې د عدلیې د وزارت اداري ریاست ته تبدیل سو. د لوی څارنوال سکرتر وو او د یوﮤ وخت لپاره د تقنین د ریاست سلاکار وو او وروسته د کابل د دارالتأدیب د ښوونځي رﺌـیس سو. نوموړي په یو شمـېـر سیمینارونو کې گډون کړی چې په ایټالیا کې د «ملگرو ملتونو د ټولنیزې دفاع د انستیتیوت» [ ] له پلوه تمویل سوی وو او په جاپان کې د UNAFEI په سیمینار کې گډون وکړ. په ۱۹۷۸ز کال کې ﺌـې سعودي عربستان ته د حج او اوقافو د ادارې کمیټې د رﺌـیس په توگه حج ته سفر وکړ. د ۱۹۷۹ز کال د فبرورۍ په میاشت کې په بنگله دیش کې د افغان سفارت د سفیر په توگه وگومارل سو. ویل کـېـږې چې د ۱۹۸۲ز کال د اپریل په میاشت کې ﺌـې استعفی ورکړه او اوس په پاکستان کې ژوند کوي.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

انور کاکړ