Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​مـحـمد شریف پرونتا (د محـمد صالح پرونتا ورور) او د مـحـمد ابراهیم زوی په ۱۹۱۹ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. معمار یا د ودانولو چارو انجنیر. د کابل هوټل په ډیزاین او جوړولو کې ﺌـې مرسته وکړه او هم ﺌـې په نوي ښار/ شهر نو کې د مـېـرمنو د ټولنې / انجمن زنان د ودانۍ په ډیزاین او جوړولو کې کار وکړ.
په شوقي توگه ﺌـې په هندي کلاسیکې موسیقي کې زده کړه وکړه او خپل درې زامن ﺌـې په کې وروزل. په ۱۹۷۸ز کال کې له خپل ورور محـمد اکرم پرونتا سره یو ځل ونیول سو او تر اوسه دواړه تري تم دي. وادﮤ ﺌـې کړی او شپږ بچیان لري چې اوس په جرمني او د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

پرونتا شریف