Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​غلام احمد لویناب د ولي احمد خان زوی او د لویناب خوشدلخان لمسی. په ۱۹۲۷ز کال کې ﺌـې د سردار فیض محـمد خان له وریرې/ خورزې؟ سره وادﮤ وکړ.

 په ۱۹۲۴ز کال کې کله چې ددﮤ پلار ولي احمد خان د ختیځ ولایت/ مشرقي تنظیمیه رﺌـیس وو، غلام احمد د خپل پلار د یاور په توگه مقرر سو. د ۱۹۲۹ز کال د مارچ په لسمې نـېـټې د پـېـښـور او کویټې له لارې کندهار ته روان سو. کله چې پلار ﺌـې حبیب الله کلکاني ونیوﮤ دی بـېـرته کویټې ستون سو او د ۱۹۲۹ز کال د سپتمبر په میاشت کې د پـېـښـور پر لور روان سو.

کله چې اعلیحضرت نادر خان پر سلطنت جلوس وکړ دی کابل ته راستون سو. د (برماه شل د کمپنۍ) له استازي (غندان خان) سره شریک سو او په کابل کې ﺌـې د پطرولو کارو بار پیل کړ. په ۱۹۳۳ز کال کې د (پطرولو د نوې کمپنۍ) مرستیال مدیر. له ۱۹۳۵ تر ۱۹۳۸ز کال پورې د دربار مرستیال وزیر.  په ۱۹۳۹ز کال کې د افغان حکومت د پرځولو له یوې ناکامې هڅې وروسته هندوستان ته وتـښـتـېـد. په ۱۹۶۰ز لسیزې کې ورته اجازه ورکړل سوه چې بـېـرته افغانستان ته راستون سي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

لویناب غلام احمد