Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​محـمد یونس خالص د گندمک د خوگیاڼیو بومي اوسـېـدونکی دئ. په اسلامي شریعت او الهیاتو کې ﺌـې تحصیل کړی دئ. پـښـتو لیکوال. د کابل راډیو له لارې او په تنویر افکار کې د اسلامي مطالعاتو په تدریس کې فعال. په ۱۹۶۵ز کال کې د گهیځ د ورځپاڼې همکار او د کمونیستي ضد سازمان غړی.
د داؤود له کودتا وروسته مخفي سو. زوی ﺌـې ونیول سو (او په پای کې ووژل سو) خو دی په خپله پاکستان ته وتښـتـېـد. د حزب ِ اسلامي غړی او د هغې ډلې مشر چې عمدتاً ﺌـې د خوگیاڼیو په سیمې جگړه پر مخ بیوله. خالص او مرستیال ﺌـې حقاني اکثراً په افغانستان کې د مجاهدینو په عملیاتو کې گډون کاوﮤ. په ۱۹۸۵ز کال کې د درېو میاشتو لپاره د (پـېـښـور د تنظیمونو) د اتحاد مشر سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

یونس خالص