Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​محـمد یحیی ابوي د امیر احمد زوی، د ۱۹۲۹زکال د آگست د میاشتې په ۲۹ نـېـټې زېـږېـدلی دئ. په قوم یوسف زی دئ. په ۱۹۴۷ز کال کې د نجات له لیسې او په ۱۹۵۱ز کال کې د کابل له پوهنتونه د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ.  له ۱۹۵۱ – ۱۹۵۳ز کال پورې په ویانا کې.

 په ۱۹۶۴ز کال کې ﺌـې د لویدیځ جرمني د «میونستر» [ ] په پوهنتون کې «په سیاسي علومو» کې خپله دکتورا تر لاسه کړه.  له ۱۹۵۱ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د اطلاعاتو او کلتور، کرنې او د سوداگریزو چارو په وزارتونو کې دولتي مأمور. له ۱۹۶۴ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د کابل پوهنتون استاد. له مـېـرمن حفیظې صدیق طرزي سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ. په ۱۹۸۱ز کال کې له افغانستانه ووت او جرمني ته لاړ.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

یحیی ابوي