Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​فاطمه گیلاني – ناصر ضیأ د پیر سید احمد گیلاني او د عادلې (د سردار عبدالباقي او عزیزه سراج د لور) لور په ۱۹۵۴ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلې ده.

له ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۱ز کال پورې ﺌـې د ملالۍ په لیسې کې زده کړې کړي دي؛ او بیا ﺌـې د ایران په ملي پوهنتون کې تحصیل کړی او د اسلام په تأریخي او فارسي ادب کې د لیسانس په درجې په ۱۹۷۵ز کال کې فارغه سوې ده. په خپلې ماسترۍ باندې ﺌـې کار کاوه خو په ۱۹۷۸ز کال کې پوهنتون وتړل سو. په ۱۹۷۸ز کال کې لندن ته کډه سوه او له ۱۹۸۳ز کال راهیسې په انگلستان کې د افغانستان د اسلامي ملي محاذ استازې ده. د افغانستان په هکله لکچر ورکوونکې، او برتانیې ته د راتلونکو مجاهدینو د پلاویو لپاره ژباړونکې.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا
گیلاني فاطمه