Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​سید احمد گیلاني (افندي صاحب) (د یوﮤ مسلمان ولي الله عبدالقادر گیلاني له اعقابو څخه) د سید حسن گیلاني زوی په ۱۹۳۲ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د کابل د ابو حنیفې مدرسې ته تللی دئ.

په ۱۹۶۰ز کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ. د گیلاني د کورنۍ مشرتوب ﺌـې پر غاړه واخیست او په دې توگه ﺌـې له خپل مشر ورور سید علي (یا شیر آغا جان) څخه د قادریې د مذهبي طریقې مشرتوب لاس ته راوړ. د لویې جرگې غړی. (د عبدالباقي له لور؛ د امیر حبیب الله خان له لمسۍ) عادلې سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ او پینځـﮥ بچیان لري. په ۱۹۷۸ز کال کې له افغانستانه ووت او په پـېـښور کې د افغانستان ملي اسلام محاذ/ محاذ ملي اسلامي افغانستان تنظیم ﺌـې جوړ کړ.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا
گیلاني سید احمد