Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

د غلزیو د خروټو له قبـیـلې څخه دئ. د کابل پوهنتون د انجنیري د پوهنځي دوه سمسترونه ﺌـې لوستي دي. له عبدالرحیم نیازي، انجنیر حبیب الرحمن، مولوي حبیب الرحمن، ډاکټر عمر، انجنیر سیف الدین نصرت یار او قاضي محـمد امین سره له اسلامي غورځنگ سره یو ځای سوی دئ. د ۱۹۷۰ ز کال د محصلینو د اتحاديې په کانگرس کې ﺌـې گډون وکړ او له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۲ز کال پورې د محصلینو د اتحادیې په اجراﺌـیوي شوری کې فعال وو. له ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۳ز کال پورې د کابل د دهمزنگ په زندان کې زنداني سو.
د داؤود د ۱۳۵۲ل کال د چنگاښ د ۲۶/ د ۱۹۷۳ز کال د جولای د میاشتې د ۱۷ له کودتا وروسته حکمتیار د ۱۹۷۴ز کال د مې په میاشت کې د یوې کودتا د رهبرۍ په تور تورن سو نو ځکه اړ سو چې مخفي سي. له ۱۹۷۵ز کال راهیسي د حزب اسلامي د مجاهدینو مشر. راډیو کابل په دې تورن کړ چې د پلان وزیر علي احمد خرم د حکمتیار له لوري وژل سوی دئ. د حزب اسلامي افغانستان له امارت څخه ﺌـي استعفی وکړه او د گوند د نوي امیر قاضي محـمد امین له لوري د حزب د سکرتر جنرال په توگه ونومول سو. د ۱۹۷۸ز کال د دسمبر په میاشت کې د حزب اسلامي افغانستان د امیر په توگه وټاکل سو او قاضي امین ﺌـې د مرستیال په توگه مقرر سو. د گلبدین پیروان د شوروي اتحاد او د افغانستان ددولت د ځواکونو پر ضد پوځي عملیاتو کې ښکـېـل سول.  په ۱۹۸۳ز کال کې ﺌـې علناً د پخواني پادشاه محـمد ظاهر پر وړاندې خپل مخالفت اعلان کړ چې په افغان مقاومت کې برخه وانخلي.  په ۱۹۸۱ز کال کې سعودي عربستان، په ۱۹۸۴ز کال کې خرطوم  او په ۱۹۸۵ز کال کې ﺌـې د امریکا متحده ایالاتونو ته سفرونه کړي دي. وادﮤ ﺌـې کړی دئ ؛ دوه زامن او درې لوڼې لري.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آری

گلب الدین حکمتیار