Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​احمد علي کهزاد (د کابل له چنداولو) د محـمـد علي زوی، په ۱۹۰۷ز کال کې زېـږېـدلی دئ. د استقلال له ښوونځي څخه فارغ سوی دئ. د ډېـرو کلونو لپاره ﺌـې د «ښاغلي هکین» تر مشرۍ لاندې د فرانسوي لرغون پـېـژندونکي له پلاوي سره کار وکړ. د دربار د وزارت شفاهي ژباړونکی. (د دریو کالو لپاره) په روم کې د افغان سفارت سکرتر. له دې وروسته هـېـواد ته راستون او په کوټوالۍ کې زندان ته واچول سو. د افغان اکاډیمۍ د تألیف او ترجمې مرستیال مشر.

د پـښـتو ټولنې د تأریخ د څانگې مرستیال مدیر. مؤرخ، لیکوال د آریانا او وروسته د افغانستان محرر. د افغانستان له اسلام مخکې تأریخ د لیکلو په برخه کې ﺌـې ونډه واخیسته او د افغان نشنلیست ایډیالوژۍ لپاره ﺌـې بنسټ جوړ کړ. له ۱۹۵۶ تر ۱۹۶۱ز کال پورې د تأریخ د ټولنې رﺌـیس. د تأریخ پوهاند. د کابل لرغونتون رﺌـیس. په ۱۹۷۴ز کال ﺌـې تقاعد وکړ. آثار ﺌـې : په ۱۹۶۸ز کال کې : افغانستان د تأریخ په رڼا کې؛ په ۱۹۶۳ز کال کې (وگورئ په لمن لیک کې) مورنۍ ژبه ﺌـې دري ده. د ۱۹۸۳ز کال د نوامبر په ۲۵ نـېـټې وفات سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

کهزاد احمد علي