Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​په ۱۹۳۹ز کال کې د کوهستان په کلکانو کې زېـږېـدلی دئ. پلار او نیـکـﮥ ﺌـې غرغره سول او دی شپږ کلن وو چې له خپلې ټولې  کورنۍ سره کندهار ته تبعید سو. تر نهم ټولگي پورې ﺌـې د امانیې په لیسې کې زده کړې وکړې. په ۱۹۵۳ز کال کې ﺌـې د یوﮤ شاعر او لیکوال په توگه شهرت وموند. له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۳ز کال پورې د سیاسي فعالیتونو له کبله مخفي کـېـدلو ته اړ سو. مجید کلکانی د ۱۹۶۰ز لسیزې په دوهمې نیمايي کې د ډیموکراتیک غورځنگ یو له ټینگو ملاتړو څخه وو. دی د شعلـﮥ جاوید یو له بنسټ ایښودونکو څخه دئ. په ۱۹۶۸ز کال کې یو ځل بیا مخفي کـېـدلو ته اړ سو.
د داؤود د واکمنۍ پر مهال د یو میلیون افغانیو جایزه ﺌـې پر سر ایښودل سوې وه چې که چا دولت ته په لاس ورکړ؛ خو دی په دې بریالی سو چې ونـﮥ نیول سي. وروسته له دې چې مارکسیستانو واکمنۍ په لاس کې واخیسته عبدالمجید کلکاني د (سازمان ِ آزادي بخش ِ مردم ِ افغانستان) ساما او د (جبهـﮥ متحد ملي افغانستان) د سازمانونو بنسټونه کښـېـښودل. د ۱۹۸۰ز کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۷ نـېـټې ونیول سو او وروسته اعدام سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

کلکاني عبدالمجید