Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​صباح الدین کشککي د برهان الدین دریم زوی په ۱۹۳۳ز کال کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۵۲ز کال کې د غازي له ښوونځي څخه فارغ سوی دئ او له ۱۹۵۳ تر ۱۹۵۷ز کال پورې د امریکا د متحده ایالاتو په لینکلن کې د نبراسکا پوهنتون ه تللی دئ. په ۱۹۵۸ز کال کې ﺌـې د (سیراکیوس) له پوهنتون څخه خپله ماستري په ژورنالیزم کې واخیسته.

په ۱۹۵۹ز کال کې د اصلاح محرر. په ۱۹۶۰ز کال کې د راډیو افغانستان د خبرونو مسؤول مدیر. په ۱۹۶۱ز کال کې د باختر خبري آژانس رﺌـیس. په ۱۹۶۵ز کال کې د راډیو افغانستان رﺌـیس. په ۱۹۶۸ز کال کې (له عبدالحق واله سره په گډه او همکارۍ) د کاروان د ورځپاڼې ناشر. په ۱۹۷۲ز کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر. د ۱۹۷۸ زکال د مې له میاشتې د ۱۹۸۱ز کال د جنورۍ تر میاشتې پورې په پلچرخي کې زنداني.  په ۱۹۸۰ز کال کې له افغانستانه ووت. د پاکستان په اسلام آباد کې د افغان کلتوري شوری غړی. د ۱۹۸۰ز لسیزې په اوږدو کې د افغانستان په اړوند د مقالاتو لیکوال. مورنۍ ژبه ﺌـې پـښـتو ده.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

کشککي صباح الدین