Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د هزاره نجف علي زوی په ۱۹۳۵ز کال کې زېـږېـدلی دئ. د کابل د پوهنتون د اقتصاد د څانگې فارغ. په ۱۹۶۵ز کال کې ﺌـې د ولسي جرگې لپاره ځان کاندید کړ خو وﺌـې بایلله. په ۱۹۶۵ز کال کې په مخفي توگه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې غړی سو.

په ۱۹۶۷ز کال کې د کانونو او صنایعو د وزارت د اقتصادي څانگې مدیر. د غوايي له پاڅون وروسته د پلان وزیر. د ۱۹۷۸ز کال د آگست په میاشت کې زنداني سو، او د خلقي حکومت پر وړاندې د توطـﺌـې جوړولو تور ورباندې ولگـېـد. په اعدام محکوم سو خو د ۱۹۷۹ز کال د اکتوبر د میاشتې په ۷ نـېـټې د اعدام حکم ﺌـې ۱۵ کالو زندان ته راټیټ سو. د حفیظ الله امین له سقوط وروسته د ۱۹۸۰ز کال د جنورۍ د میاشتې په ۱۱ نــېـټې د مرستیال صدراعظم، د انقلابي شوری د مرستیال رﺌـیس او د پلان د وزیر په توگه وگومارل سو. د سیاسي بیرو او د انقلابي شوری د رﺌـیسه هیـﺌـت غړی. د ۱۹۸۱ز کال په جون کې صدراعظم.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

کشتمند سلطان علي