Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​عبدالاحد کرزی د خیر محـمد کرزي زوی په ۱۹۲۵ز کال کې د کندهار په کرز کې زېـږېـدلی دئ. خصوصي زده کړې لري. د خپل پلار ځای ناستی سو او د کندهار، هلمند او روزگان د پلوپلزیو درانیو مشري ﺌـې واخیسته. د ولس د استازو کور (ولسي جرگې ته) د کندهار استازی. تر ۱۹۶۳ز کال پورې په کندهار کې علاقه دار وو.

په ۱۹۶۴ز کال کې د کندهار د سوداگرۍ د بورد رﺌـیس. په ۱۹۶۴ز کال کې د لویې جرگې غړی. د اساسي قانون د تصویب د کمیټې غړی. له ۱۹۶۴ تر ۱۹۷۳ز کال پورې د ولسي جرگې غړی. د ولسي جرگې ویاند (ناﺌـب رﺌـیس). د داؤود پرمهال ﺌـې کومه حکومتي دنده نـﮥ درلوده. له خپل ورور خلیل کرزي سره (چې وروسته د ۱۹۷۸ او ۱۹۸۰ز کلونو تر منځ په کویټې کې ووژل سو) یو ځای زنداني سو. سعودي عربستان ته د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره لاړ او بـېـرته پاکستان ته راستون سو چې تر اوسه په پاکستان کې ژوند کوي

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا
.

کرزی عبدالاحد