Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د میر محـمد کاظم زوی، په ۱۹۴۲ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ؛ ( میر محـمد کاظم : د میر محـمد هاشم زوی او میر محـمد هاشم د اعلیحضرت امان الله د دوران د مالیې وزیر وو.) په ۱۹۵۹ز کال کې د حبـیـبـیې له لیسې څخه او  په ۱۹۶۳ز کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ. همدا شان ﺌـې په لویدیځ جرمني، سویتزرلند او آستریا کې تحصیلات کړي دي او په ۱۹۷۱ز کال ﺌـې خپله دکتورا واخیستله. پوهنمل؛ د کسب او کار د مدیریت کولو د دیپارتمنت مشر او تر ۱۹۷۸ز کال پورې د اقتصاد د پوهنځي رﺌـیس. د ۱۹۷۸ز کال د مې په میاشت کې ﺌـې له عزیز الله لودین سره یو ځای د (وحدت ِ ملي) بنسټ کښـېـښود.
له ۱۹۷۸ تر ۱۹۸۰ز کال پورې د پلچرخي په زندان کې زنداني. په ۱۹۸۰ز کال کې ورته په لندن کې د افغان ملي بانک د اجراﺌـیوي مدیر د دندې وړاندیز وسو  خو دا وړاندیز ﺌـې رد کړ او په جرمني کې ﺌـې سیاسي پناه وغوښتله. په ۱۹۸۱ز کال کې د لویدیځ جرمني په «فرانکفورت/ م» کې د افغان مهاجرو د ټولنې یو له بنسټ ایښودونکو څخه وو. له ۱۹۸۱ز کال راهیسي د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا
  - د ژباړونکي یادونه : د ډاکټر صاحب سید عبدالله کاظم نوم دوه ځله راغلی دئ. د کتاب په ۸۴ پاڼې کې لومړی ډاکټر سید عبدالله کاظم لیکل سوی او لنډه شرحه ﺌـې ورکړې ده خو ورپسې همدا نوم د ډاکټر سید محـمد کاظم په ډول لیکل سوی دئ. ددې کتاب کاپي نسخه چې ما ژباړونکي سره سته هغه د ډاکټر صاحب سید عبدالله کاظم د کتاب له مخې کاپي ده او هلته ډاکټر صاحب کاظم په خپل قلم اصلاح کړی چې د محـمد پرنوم ﺌـې اصلاحي کرښه کښلې او هغه ﺌـې په عبدالله تصحیح کړی دئ او تر څنگ ﺌـې په حاشیه کې لیکلي دي (اشتباهاً دو بار تکرار شده است). له دې کبله ما هم یوازې یوه او صحیح برخه ﺌـې رااخیسته ده ځکه پر لومړۍ باندې ﺌـې ډاکټر صاحب س.ع. کاظم کرښه ایستلې ده

کاظم سید عبدالله