Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​ډاکټر نعمت الله پژواک (د استاد عبدالرحمٰـن پژواک ورارﮤ اوزوم) په ۱۹۲۸ز کال کې د ننگرهار په سرخروډ کې زېـږېـدلی دئ. د حـبـيـبـیـې په لیسې او د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې ﺌـې تحصیلات تر سره کړي دي. په ۱۹۵۴ز کال کې ﺌـې د کولمبیا له پوهنتون څخه خپله ماستري او دکتورا د ښوونې او روزنې/ تعلیم او تربيې په برخې کې ترلاسه کړې.

په ۱۹۵۴ز کال کې د معارف د وزارت د ابتداﺌـي تدریساتو د ریاست غړی. په ۱۹۵۶ز کال کې د دارالمعلمینو مدیر. په ۱۹۵۸ز کال کې د حبـیـیې د لیسې مدیر. په ۱۹۶۵ز کال کې د معارف د وزارت د ثانوي تدریساتو د ریاست رﺌـیس. په ۱۹۶۸ز کال کې په مسکو کې د افغان سفارت کلتوري اتشه. د معارف د وزارت د تألیف او ترجمې د ریاست رﺌـیس. په ۱۹۷۰ز کال کې د بامیانو والي. په ۱۹۷۱ز کال کې د کابل والي. له ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۳ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر. په ۱۹۷۳ز کال کې د معارف وزیر. د ۱۹۸۱ز کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ د صدارت عظمی سلاکار/ مشاور. مورنۍ ژبه ﺌـې پښـتو ده.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

پژواک نعمت الله