Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د ننگرهار د سرخروډ د باغباني د سیمې د قاضي عبدالله زوی په ۱۹۱۹ز کال کې په غزني کې زېـږېـدلی دئ. د ننگرهار په خوگیاڼیو کې د بالاباغ او (کږې) [ ] په ښوونځیو کې او د کابل په حـبـیـبـيې لیسې کې ﺌـې زده کړې کړي دي. . د کابل پوهنتون د طب د پوهنځي دوه کاله ﺌـې لوستي دي. له شخصي اساتیدو سره ﺌـې اسلامي شریعت او پاړسي ادبیات لوستي دي. په پـښـتو او دري کې شاعر او لیکوال (له ۱۹۴۳ز کال مخکې اشعار او لیکنې ﺌـې د "ارمانجن" په مستعار نوم وې.) د افغان تأریخي ټولنې لپاره خپلواک او مستقل ژورنالیست او ژباړونکی. د افغان تأریخي ټولنې/ انجمن تأریخي افغان غړی. د مطبوعاتو د ریاست کشر ډایرکتر[ ].په ۱۹۳۹ز کال کې د اصلاح محرر. په ۱۹۴۱ز کال کې د پښـتو اکاډیمۍ عمومي رﺌـیس. د باختر خبري آژانس رﺌـیس. په ۱۹۴۳ز کال کې د مطبوعاتو د ریاست د نشراتو عمومي رﺌـیس.

 په ۱۹۴۶ز کال کې په لندن کې د افغان دیپلوماتیک استازیتوب  [ ] اتشه. په ۱۹۴۷ز کال کې د کاناډا په پلازمینې آټاوا کې د کار د نړۍ وال سازمان د مطبوعاتو او معلوماتو غړی. په ۱۹۴۸ز کال کې په واشنگټن کې په افغان سفارت کې مطبوعاتي اتشه؛ او په ۱۹۵۱ز کال کې په لندن کي (او همدلته ﺌـې د پـښـتونستان رسالې ولیکلې.) په ۱۹۵۴ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو د دریمې څانگې او د ملگرو ملتونو د چارو مدیر. د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د ژباړې د هنر مدرس. په ۱۹۵۵ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو عمومي مدیر. په ۱۹۵۸ز کال کې په ملگرو ملتونو کې د افغانستان استازی. په ۱۹۵۵ز کال کې ﺌـې په باندونگ کې گډون وکړ او په ۱۹۶۱ز کال کې ﺌـې په بلگراد کې د ناپییلو هـېـوادونو په کنفرانس او په ۱۹۶۵ کې ﺌـې په قاهرې کې، او په ۱۹۷۳ز کال کې د الجزایر په کنفرانس کې گډون وکړ. په ۱۹۶۳ز کال کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون رﺌـیس. په ۱۹۶۶ز کال کې د ملگرو ملتونو د یوویشتمې عمومي اسامبلې رﺌـیس.

په ۱۹۷۳ز کال کې په بن کې د افغانستان سفیر. په ۱۹۷۳ز کال کې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر. له ۱۹۷۶ تر ۱۹۷۸ز کال پورې په لندن کې د افغانستان سفیر. په ۱۹۷۸ز کال کې استعفی ورکړه او افغانستان ته راستون سو. د تره کي د رژیم پر مهال په کور کښـېـنول سو او تر نظارت لاندې وو. په ۱۹۸۲ز کال کې له افغانستانه د صحي معاذیرو  له کبله د درملنې لپاره ووت. په پاکستان کې په افغان مقاومت کې فعال وو او دلته یو ځل بیا په کور کښـېـنول سو او تر نظارت لاندې ونیول سو. له ۱۹۸۳ز کال راهیسې په واشنگټن ډي سي کې د ملگرو ملتونو مهاجر [ ] دئ.  شاعر او د گڼ شمـېـر آثارو مؤلف. د رابندرنات تاگور اشعار ﺌـې له انگلیسي څخه دري ته وژباړل. په کابل کې ﺌـې د خپل دیوان یوازې یوه برخه چاپ کړې ده. د (افسانه های مردم) په نوم ددﮤ د ۱۹۵۸ز کال کلکسیون په پاریس کې قسماً فرانسوي ته ژباړل سوی دئ.   

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

پژواک عبدالرحمن