Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​مـحـمد وحید پرونتا د پوهاند محـمد صالح زوی په ۱۹۴۲ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د حـبـیـبيې په لیسې کې ﺌـې زده کړې کړي او په ۱۹۶۴ز کال کې د کابل له پوهنتون څخه فارغ سو. له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۲ز کال پورې ﺌـې د (کاناډا د نړۍ وال پرمختگ د ایجنسۍCIDA ) [ ] تر فیلوشیپ لاندې ﺌـې زده کړې وکړې او له ۱۹۷۵ تر ۱۹۷۶ز کال پورې ﺌـې (د کار د نړۍ وال سازمان ILO) [ ] تر فیلوشپ لاندې په برتانیې کې زده کړې وکړې.
په ۱۹۶۵ز کال کې د مکلفیت دوره. په ۱۹۶۶ز کال کې د (صنعتي پرمختگ د بانک) [ ] کارمند. په ۱۹۷۳ز کال کې د کانونو د وزات کارمند. په ۱۹۷۸ز کال کې بالا مرغاب ته تبدیل سو. اوس له خپلې مـېـرمن او دوه وو بچیانو سره په انگلستان کې ژوند کوي.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

پرونتا وحید