Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​پوهاند مـحـمد صالح پرونتا (د مـحـمد اکرم پرونتا ورور) د سرکاتب مـحـمد ابراهیم زوی په ۱۹۱۲ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د استقلال په لیسې کې ﺌـې زده کړې وکړې خو له فراغت مخکې زنداني سو. د (خواطر قهرمان) کتاب ﺌـې په ۱۹۳۳ز کال کې لیکلی دئ او یو ځل بیا د دوه وو کلونو لپاره زنداني سو. د صدراعظم شاه محـمود غازي سکرتر او د ملکي خدماتو مأمور. د تأریخي ټولنې غړی.
د افغانستان د المپیک د کمـېـټې رﺌـیس او په ایران کې ﺌـې د افغان سپورټې ډلي مشري ﺌـې وکړله.  په ۱۹۵۳ز کال کې بې کاره وو. له مارشال شاه ولي سره ﺌـې د هغـﮥ کتاب (یادداشت های من) ته د موادو په چمتو کولو کې مرسته وکړه. د حبـیـبـیې د لیسې ښوونکی او د کابل پوهنتون مدرس. د لاسي خطي نسخو راټولوونکی. په ۱۹۷۸ز کال کې ﺌـې خپل دوه وروڼه له لاسه ورکړل او له یوﮤ طبي درملیز سفر وروسته په ۱۹۸۰ز کال کې بـېـرته افغانستان ته راستون سو. زوی ﺌـې انجنیر همایون په ۱۹۸۴ز کال کې زنداني سو. د خپل لوی کتابتون او پریمانو خطي نسخو د ټولگې په لرلو شهرت لري. وادﮤ ﺌـې کړی او څلور واړه بچیان ﺌـې په اروپا کې ژوند کوي.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

پرونتا صالح