Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​مـحـمـد اکرم پرونتا (د امیر حبیب الله خان د کتابدار) محـمد ابراهیم زوی په ۱۹۰۷ز کال کې زېـږېـدلی دئ. لومړۍ زده کړې کې ﺌـې په کور او د حـبـيـبـیـې په ښوونځي کې کړي دي. په ۱۹۲۱ز کال کې جرمني ته لوړو د زده کړو لپاره لاړ. په ۱۹۲۹ز کال کې د نجات د لیسې ښوونکی. په ۱۹۳۰ز کال کې یو ځل بیا جرمني ته لاړ او د انجنیرۍ دیپلوم ﺌـې تر لاسه کړ. په ۱۹۴۰ز کال کې افغانستان ته راستون سو. د ماهیـپر او د وريـښمـین تنگي له لارې د کابل – جلال آباد د لویې لارې د ډیزاین او د جوړولو مسؤول وو.

په ۱۹۵۰ز کال کې ﺌـې د ټولگټو په وزارت کې د ډایرکټر جنرال او مرستیال وزیر په توگه کار وکړ او په ۱۹۵۱ز کال کې ددې وزارت وزیر سو. له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۳ز کال پورې بې کاره وو. په ۱۹۶۳ز کال کې د اندونیزیا سفیر. د ۱۹۶۶ز کال د جولای د میاشتې په ۱۶ د پولند د سفیر په توگه وگومارل سو. د سنا غړی. په ۱۹۷۸ز کال کې (له خپل کشر ورور شریف سره یو ځای) ونیول سو، زنداني او بیا تري تم سو. وادﮤ ﺌـې کړی وو- مـېـرمن ﺌـې سره له څلورو بچیانو د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

پرونتا اکرم