Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​ (له ۱۹۲۹ – ۱۹۳۳ زکال پورې) د افغانستان پادشاه، محـمد زی. په ۱۸۸۳ز کال کې زېـږېـدلی دئ. د سردار مـحـمـد یحیی خان زوی. په ۱۹۰۶ز کال کې د بریگیدییر [ ] ( د نن په رتبې، برید جنرال) په توگه مقرر سو. له امیر حبیب الله خان سره د بریدگیدییر په توگه د هغـﮥ د هندوستان د سفر او په ۱۹۰۷ز کال کې هرات ته د امیر د سفر مل. په ۱۹۱۲ز کال کې ﺌـې د منگلو د بلوا پر ضد د ځواکونو بولنه وکړه. د همدې خدمت لپاره ﺌـې د ۱۹۱۲ز کال د دسمبر په میاشت کې د جنرال یا ناﺌـب سالار رتبې ته ارتقاء وکړه. 

په ۱۹۱۴ز کال کې ستربولندوی یا سپه سالار وگومارل سو. کله چې امیر حبیب الله په لغمان کې وژل کـېـدﮤ مـحـمـد نادر شاه هم په لغمان کې وو. امیر امان الله خان آزاد کړ او خوست ته ﺌـې د ځواکونو د بولندوی په توگه ولـېـږﮤ. د ۱۹۱۹ز کال د مې په میاشت کې ﺌـې (تهل) ﺌـې محاصره کړ.  د ۱۹۱۹ز کال په اکتوبر کې کابل ته راستون سو. د جنگ /دفاع  وزیر په توگه مقرر سو او له ټولو سرحدي قومونو سره ﺌـې د چلند د چارو د پرمخ بیولو مسؤولیت واخیست.  د ۱۹۲۰ز کال د مارچ په میاشت کې ﺌـې د اتحاد مشرقي د ورځپاڼي خپرول په جلال آباد کې پیل کړل چې شکل د بیان ﺌـې په پان – اسلامي بڼه وه. د مـحـمـد طاهر په نامـﮥ یو زوی ﺌـې د ۱۹۲۱ز کال د اکتوبر په میاشت کې فرانسې ته د تحصیلاتو لپاره لاړ خو څو موده وروسته په فرانسې کې وفات سو. جنرال محـمـد نادر، امیر امان الله خان ته خبرداری ورکړ چې په خپلو اصلاحي ریفورمونو کې په بـیـړې او چټکۍ روان دئ، خو له دې وروسته د ۱۹۲۴ز کال د جنورۍ په میاشت کې په پاریس کې د وزیرمختار په توگه مقرر سو. د ۱۹۲۶ز کال په لومړیو کې شدیداً ناروغه سو او مجبور سو چې له خپلې دندې استعفی وکړي.

«گرس» ته د ناروغۍ په رخصتۍ لاړ او همدلته له خپلو وروڼو محـمد هاشم خان او شاه ولي خان سره یو ځای سو. له امیر امان الله خان سره ﺌـې لفظي شخړه او دعوی سوه خو په ۱۹۲۸ز کال کې امیر امان الله خان اروپا ته د خپل سفر پر مهال هڅه وکړه چې وﺌـې هڅوي چې بـېـرته هـېـواد ته ستون سي. د ۱۹۲۹ز کال د فبرورۍ د میاشتې په اتمې نـېـټې له هاشم خان او شاه ولي خان سره یو ځای له (مارسې) [ ] څخه هندوستان ته لاړ. د ۱۹۲۹ز کال د فبروري میاشت وه چې پـېـښـور ته ورسـېـدل. د ۱۹۲۹ز کال د مارچ په میاشت کې د کورم له لارې له خوست ووتل. د گردیز له لارې ﺌـې د کابل پر لور پرمختگ وکړ، خو په گردیز کې ﺌـې د حبیب الله کلکاني د سرتیرو له لاسه ماتې وخوړله؛ ددې ماتې دلیل د غوث الدین خان او د غلزیو شا ته کـېـدل ول چې د ۱۹۲۹ز کال د اپریل په میاشت کې خوست ته په شا سول. له دوه وو نور ناکامو پرمختگونو وروسته ورور ول چې شاه ولي د ۱۹۲۹ز کال د اکتوبر د میاشتې په دیارلسمې نـېـټې کابل ونیوﮤ. جنرال نادر خان د اکتوبر د میاشتې په ۱۵ کابل ته ورسـېـد او په همدې ورځې قباﺌیلي وگړو د پادشاه په توگه اعلان کړ. د سلطنت پر تخت باندې کـښـېـنستل ﺌـې د ۱۹۳۰ز کال په سپمتبر کې په کابل کې د لویې جرگې له لوري  تصدیق سول. نادر د هـېـواد د په رسمیت پـېـژندلو په لاره کې ډېرې هڅې وکړې، د هلکانو لپاره ﺌـې ښوونځي پرانیستل او به بالاحصار کې ﺌـې حربي پوهنتون جوړ کړ. د طب د پوهنځي بنسټ ﺌـې کښـېـښود؛ همدا د طب پوهنځی وو چې وروسته د کابل پوهنتون د جوړیدلو لپاره هسته سوه. نادر خان ولسي جرگه «شواری ملي» [ ] او سنا «مجلس ِ اعیان» [ ] راټول کړل چې د افغان حکومت مقننه څانگه سوه. د خپلو مخالفینو پر وړاندې، د هغو کسانو په گډون چې د امیر امان الله خان د سلطنت د بیا اعاده کیدلو لپاره ﺌـې هڅه کوله مبارزه وکړه. غلام نبي خان چرخي ﺌـې د ورانکارو فعالیتونو له کبله په ۱۹۳۲ز کال کې اعدام کړ. نادر خان په ۱۹۳۳ز کال کې د عبدالخالق په نوم د یوﮤ زده کوونکي په لاس چې د غلام نبي چرخي د کورنۍ مزدور وو ووژل سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

نادر شاه