نوع محتوا | معلومات مکملتر | ترجمهٔ دری | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | محمد هاشم میوندوال کی بود و چگونه نردبان ـ مقامهای مهم دولتی را طی کرد؟ | متولد سال ۱۹۱۹م. بوده، پدرش از اسیای مرکزی و زبان مادری اش پښتو بود، یعنی مادرش پشتون بود. درسال ۱۹۴۱م. از لیسه ی حبـیـبـیه به درجه فوق العاده عالي فارغ گردیده است. در ایالات متحده امریکا در ادبیات انگلیسي تحصیل نمود. ازسال ۱۹۴۲ تا ۱۹۴۵م. رﺌـیس انجمن ادبی و در هرات محرر روزنامه دولتی ( اتفاق اسلام) بود. همچنان بحیث مدیر عمومی( افغان انسایلکوپیدیا )و محرر اخبار انیس کار نموده است. بعداً معاون ریاست مطبوعات و رﺌـیس ریاست مطبوعات گردید. درسال ۱۹۵۰م. عضو کابینه و رییس دمطبوعات و در سال ۱۹۵۲م. بحیث قنسل سفارت افغانستان در واشنگتن ډي. سي. تقرر یافت. در ۱۹۵۳م. درجلسه ی علمی علمای اسلامی در (پرنستن ) نماینده افغانستان بود ودر سال ۱۹۵۴م. دوباره ریس مطبوعاتو مقرر شد. در ۱۹۵۵زمانیکه سردار محـمد نعیم وزیر بود) بحیث معین وزارت امورخارجه کار نموده است. در ۱۹۵۶م. سفیر افغانستان در برتانیا گردید. از ۱۹۵۷ تا ۱۹۵۸.م. سفیر افغانستان در باکستان و از ۱۹۵۸ تا ۱۹۶۳م. سفیر افغانستان در ایالات متحده ی امریکا بود. در ۱۹۶۳م. در پاکستان سفیر افغان بود. در ۱۹۶۴ة در کابینه ی (داکټر یوسف) وزیر اطلاعات وکلتور بود. از ۱۹۶۵ تا ۱۹۶۷م. صدراعظم و موسس «جمعیت دیموکراتیک مترقي [ ] بود.» در کابل حین ملاقات و مذاکرات با ایوب خان کوشش نمود تا رړابط افغانستان – پاکستان رابهبود و انکشاف بخشد. در ۱۹۶۵م. در قاهره مهمان ریس جمهور ناصر و درترکیه مهمان دیمیرل بود. زمانیکه یک مقاله اش در مجله ی (رمپارت) ز درمورد فعالیت های سي اې. اې CIA نشر شد، درین هنګام اورا مارکسیستها اجنت امپریالیزم نامیده مورد تهمت قرار دادند. بعد نظر به معاذیر صحي استعفی داد ودر ۱۹۶۷ و ۱۹۶۸م. غرض تداوی عازم ایالات متحده ی امریکا گردید، دوباره به افغانستان عودت نمود و یک جریده را بنام («مساوات) نشر نمود ؛ میوندوال در اخبار خود(مساوات) سلطنت و اعتمادي و موسی شفیق، هردو را تحت تـنـقید قرار داد. در ۱۹۷۳م. به اروپا یک سفر شخصي داشت که در راه برگشت، در بغداد بود که از کودتا ی ماه جولای سال ۱۹۷۳ داؤود اطلاع یافت. میوندوال با کودتا ابراز خوشی نمود و خود را به سرعت به کابل رسانید. در همان آغاز رژیم داؤود زنداني گردید (و طبق یک روایت رسمي) در ۱۹۷۳م. به اثر خودکشی وفات یافت. بعد از مرگ اش جزای اعدام اش در ۲۳دسمبرسال ۱۹۷۳م. اعلان گردید. او متاهل بود و خانمش مربوط خانوادهٔ ملکیار بود. ترجمه از پشتو به دری: پوهاند محمد بشیر دودیال
| مـحـمد هاشم میوند وال په ۱۹۱۹ز کال کې زېـږېـدلی دئ؛ پلار ﺌـې له منځنۍ آسیا څخه وو او مور ﺌـې پـښـتـنه وه. په ۱۹۴۱ز کال کې د حبـیـبـیې له لیسې څخه په فوق العاده عالي درجې فارغ سو. د امریکا په متحده ایالاتو کې ﺌـې په انگلیسي «ادب- ژ» کې تحصیل وکړ. له ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۵ز کال پورې د ادبي ټولنې رﺌـیس او په هرات کې د اتفاق اسلام د دولتي ورځپاڼې محرر. د افغان انسایلکوپیدیا عمومي مدیر. د انیس محرر. د مطبوعاتو د ریاست مرستیال رﺌـیس. په ۱۹۵۰ز کال کې د کابینې غړی او د مطبوعاتو رﺌـیس. په ۱۹۵۲ز کال کې په واشنگتن ډي. سي. کې د افغان سفارت قـنـسـل. په ۱۹۵۳ز کال کې په پرنستن کې د اسلامي علماوو په علمي غونډه کې د افغانستان استازي. په ۱۹۵۴ز کال کې د مطبوعاتو رﺌـیس. په ۱۹۵۵ز کال کې (کله چې سردار محـمد نعیم وزیر وو) د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر. په ۱۹۵۶ز کال کې برتانیې ته افغان سفیر. له ۱۹۵۷ تر ۱۹۵۸ز کال پورې پاکستان ته افغان سفیر. له ۱۹۵۸ تر ۱۹۶۳ز کال پورې د امریکا متحده ایالاتو ته افغان سفیر. په ۱۹۶۳ز کال کې پاکستان ته افغان سفیر. په ۱۹۶۴ز کال کې (د ډاکټر یوسف په کابینې کې) د اطلاعاتو او مطبوعاتو وزیر. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۷ز کال پورې صدراعظم او د «جمعیت دیموکراتیک مترقي بنسټ ﺌـې کښـېـښود.» په کابل کې له ایوب خان سره د خبرو پر مهال ﺌـې هڅه وکړه چې د افغانستان – پاکستان اړیکي ښه والی ومومي او پرمختگ وکړي. په ۱۹۶۵ز کال کې په قاهرې کې د ولسمشر ناصر او په تورکیه کې د دیمیرل مـېـلمه وو. کله چې د (رمپارت) په مجلې کې د سي اې. اې CIA د فعالیتونو په هکله یوه مقاله خپره سوه نو مارکسیستانو دی د "لویدیځ د امپریالیزم د ایجنټ" په نوم تورن کړ. د صحي معاذیرو له کبله ﺌـې استعفی ورکړه او د ۱۹۶۷ او ۱۹۶۸ز کال تر منځ د امریکا متحده ایالاتو ته د درملنې لپاره لاړ. بـېـرته افغانستان ته راستون او د «مساوات» په نوم ﺌـې خپله جریده خپره کړه ؛ میوندوال په مساوات کې سلطنت او دواړه اعتمادي او موسی شفیق ﺌـې تر تـنـقید لاندې ونیول. په ۱۹۷۳ز کال کې ﺌـې اروپا ته شخصي سفر وکړ او د راستنیدلو په لاره کې په بغداد کې وو چې د داؤود د ۱۹۷۳ز کال د جولای د میاشتې په کودتا خبر سو. میوندوال په دې خپله خوشحالۍ وښودله او ځان ﺌـې په چټکۍ سره کابل ته ورساوﮤ. د داؤود د رژيم په هماغه پیل کې زنداني سو (او د رسمي روایت پر بنسټ) په ۱۹۷۳ز کال کې د "ځان وژنې" له کبله وفات سو. له مرگ وروسته د اعدام سزا ﺌـې د ۱۹۷۳ز کال د دسمبر په ۲۳ نـېـټې اعلان سوه. وادﮤ ﺌـې کړی وو او مـېـرمن ﺌـې د ملکیار له کورنۍ څخه وه. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| | میوندوال هاشم |