Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستانمعرفی محمد موسی شفیق ـ آخرین صدراعظم نظام شاهی در قاموس کبیر افغانستان

د مولوي مـحـمـد ابراهیم کاموي زوی، په ۱۹۳۰ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. په کابل او جلال ته نـېـږدې د قرآن ښوونځي او لومړني ښوونځي ته تللی دئ. له شرعي دارالعلومو څخه د مولوي په رتبې فارغ سوی دئ. په ۱۹۵۵ز کال کې ﺌـې د مصر د الازهر له پوهنتون څخه خپله ماستري واخیستله او تر یوﮤ فیلوشیپ لاندې ﺌـې په مقایسوي حقوقو او اسلامي قانون کې د امریکا د کولمبیا په پوهنتون کې زده کړې وکړې. د عدلیې په وزارت کې د تقنین په ریاست کې عمومي مدیر. د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د تدریسي پرسونل غړی. په ۱۹۶۱ز کال کې ﺌـې په کابل کې لومړنی شخصي حقوقي بنسټ پرانیست. د الفلاح محرر. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۶ز کال پورې د عدلیې د وزارت مرستیال وزیر. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۴ز کال پورې د اساسي قانون په تسوید او د اساسي قانون د تصویب د لویې جرگې په سمبالولو او نظم کې ﺌـې بنسټیزه ونډه درلودله. له ۱۹۶۶ تر ۱۹۶۸ز کال پورې د باندنیو چارو د وزارت سلاکار. په ۱۹۶۸ز کال کې د قاهرې سفیر.  له ۱۹۷۰ تر ۱۹۷۳ز کال پورې ﺌـې له باندنیو هـېـوادونو څخه د وچکالۍ ځپلو لپاره د مرستې په راټولولو او جلبولو کې بنسټیزه ونډه ولوبوله. په ۱۹۷۱ز کال کې د باندنیو چارو وزیر. د ۱۹۷۲ز کال له اکتوبر څخه د داؤود تر کودتا پورې صدراعظم. په ۱۹۷۳ز کال کې له ایران سره د هلمند د اوبو پر سر د خبرو اترو او د تړون د تطبیق کارساز. د ۱۹۷۳ ز کال د جولای په میاشت کې تر ۱۹۷۶ز کال پورې ونیول سو او ورپسې په کور کې تر نظارت لاندې ونیول سو. د دري او پښـتو ژبو لیکوال. لومړنی اثر ﺌـې «سفارت، ۱۹۵۹» [ ] او شعري ټولگه ﺌـې ده. د گڼ شمـېـر ورځپاڼو او مجلاتو لپاره ﺌـې لنډ داستانونه او شعرونه لـېـږلي دي. راپورونه وايي چې د ۱۹۷۸ز کال د مې په میاشت کې اعدام سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

برای معرفی بهتر شهید محمد موسی شفیق بهتر است به آنچه خودش دربارۀ خود نوشته و متن آن در کتاب "اوسنی لیکوال" به نشر رسیده است، مراجعه کرد. او می نویسد: »نام من محمد موسی شفیق است، پدرم مولوی محمد ابراهیم کاموی نام دارد، خانوادۀ ما در والیت ننگرهار درساحه کامه سکونت دارد و یک تاریخ علمی دراز دارد. خودم در شهرکابل، جائیکه پدرم برای مدت زیاد کار میکرد، بروز پنجم جوزای سال 1308 هش متولد شده ام. تحصیالت رسمی من در مرحلۀ ابتدائی در مکاتب کامه و کابل صورت گرفته، بعد از آن به اراده و امر پدرم در نجم المدارس ولایت ننگرهار شامل شدم. دو سال بعد به مدرسه دارالعلوم عربی کابل شامل شدم و در آنجا صنف دوازدهم را به پایان رساندم و به حیث مولوی فارغ شدم. بعد از مدرسه به امر اعلیحضرت همایونی «محمدظاهرشاه» در دارالتحریر شاهی مقرر شدم و سپس از طرف وزارت معارف جهت تحصیالت عالی به مصر اعزام شدم و از آنجا پس از ختم تحصیل به امریکا رفتم.«
داکتر سیدعبدالله کاظم

موسی شفیق