Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​نصرت الله ملکیار د مهمندو له قبیلې څخه د گل احمد زوی په ۱۹۲۹ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۴۸ز کال کې د حبـیـبـیې له لیسې فارغ. له ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۰ز کال پورې د مریلند پوهنتون او په ۱۹۵۵ز کال کې ﺌـې لیسانس تر لاسه کړ او په ۱۹۶۱ز کال کې ﺌـې خپله ماستري په الکتریکل انجنیرینگ کې د سویلي کالیفورنیا له پوهنتون څخه ترلاسه کړه. 

 له ۱۹۵۵ تر ۱۹۵۹ز کال پورې د مخابراتو په وزارت کې د ورکشاپونو او ټیلیفونونو مدیر. په ۱۹۶۱ز کال کې انجنیرینگ سوپروایزر. په ۱۹۶۲ز کال کې د مخابراتو د وزارت مرستیال وزیر. په ۱۹۶۳ز کال کې په پوځي ښوونځي کې د احتیاط افسر. په ۱۹۶۸ز کال کې د بامیان والي. په ۱۹۷۰ز کال کې د کاپیسا والي. په ۱۹۷۱ز کال کې د (ډاکټر ظاهر په کابینې کې) د مخابراتو وزیر او په ۱۹۷۲ز کال کې (د موسی شفیق په کابینې کې) د مخابراتو وزیر. په ۱۹۷۷ز کال کې د کانونو او صنایعو د وزارت مرستیال وزیر. (د جنرال محـمد قاسم شریف له لور) جمیلې سره ﺌـې وادﮤ کړی او د طوبی او مرل په نومونو دوې لوڼې لري. له ۱۹۸۰ز کال را په دېخوا د امریکا په متحده ایالاتو کې استوگن دی.

لیکوال: لودویگ آدمک

ژباړونکي: رحمت آریا

ملکیار نصرت الله