Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​ عمر ملکیار د جنرال عبدالاحد زوی په ۱۹۳۷ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۵۹ز کال کې د حبـیـبيـې له لیسې څخه فارغ او په ۱۹۶۳ز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ.

 په ۱۹۶۴ز کال کې د باندنیو چارو په وزارت کې شامل سو. له ۱۹۵۹ تر ۱۹۷۴ز کال کې په بُن کې د افغان سفارت اتشه. له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۶ز کال پورې د پروتوکول د ریاست غړی او په ۱۹۷۷ز کال کې د آرشیف د عمومي مدیر اسیستانت. له ۱۹۷۷ تر ۱۹۷۸ز کال پورې په واشنگټن ډي. سي. کې د افغان سفارت لومړی سکرتر او قـنـسـل. له هاجرې حسـیـني سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ او بچیان ﺌـې  : نادر، داؤود، مکۍ او طارق نومـېـږي.


لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

ملکیار عمر