Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتواکارکرد هاترجمهٔ دریبیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​عبدالله ملکیار له غزني څخه د بریگیدییر عبدالاحمد خان زوی په ۱۹۰۸ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د استقلال په لیسې کې ﺌـې زده کړي کړي او د لیسې دوره ﺌـې په تهران کې لوستې ده.

په ۱۹۳۴ز کال کې د صدارت عظمی د دریم دیپارتمنت مدیر. په ۱۹۳۷ز کال کې په اروپا کې د سوداگرۍ د ډلې مشر چې مرکز ﺌـې په جرمني کې وو. په ۱۹۳۷ز کال کې د افغانستان بانک مرستیال رﺌـیس او په عین وخت کې د ملي اقتصاد د وزارت دریم مرستیال وزیر. په ۱۹۴۴ز کال کې د هرات والي. په ۱۹۴۸ز کال کې د مخابراتو وزیر. په ۱۹۴۹ز کال کې د هرات والي (او همدلته ﺌـې د کابل پام د مینار جام شتون ته راواړاوﮤ.) په ۱۹۵۳ز کال کې د هلمند ددرې او د ارغنداب د پرمختگ د پروژو رﺌـیس. په ۱۹۵۷ز کال کې د سوداگریزو چارو وزیر. په ۱۹۵۸ز کال کې د مالیې وزیر. په ۱۹۶۳ز کال کې مرستیال صدراعظم. په ۱۹۶۳ز کال کې د سپتمبر په میاشت کې ﺌـې د امریکا متحده ایالاتو ته د اعلیحضرت محـمد ظاهر شاه د سفر ملگرتیا وکړه.  په ۱۹۶۴ز کال کې په لندن کې، په ۱۹۶۶ کې په واشنگټن کې او ۱۹۷۶ز کال کې په تهران کې افغان سفیر. له ۱۹۸۰ز کال راهیسې د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

ملکیار عبدالله