Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​  عبدالقهار ملکیار د جان مـحـمد زوی په ۱۹۲۳ز کال کې په غزني کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۴۳ز کال کې له حربي لیسې څخه او په ۱۹۴۶ز کال کې له حربي پوهنتون څخه فارغ سوی دئ. د توپچي ځواک بریدمن، د پوځي روزنې په ښوونځي کې د ښوونکي اسیستانت.  د هند (پونې) ته د لوړو زده کړو لپاره ولـېـږل سو او بیا په ۱۹۴۷ز کال کې د هندوستان د ډکن سکندر آباد ته لاړ.  دوهم بریدمن ته ﺌـې ترفیع وکړه او د کابل په قول اردو کې د کندک په بطریې کې د پرسونل په توگه وگومارل سو. په ۱۹۵۰ز کال کې ﺌـې لومړي بریدمن ته ترفیع وکړه. په ۱۹۵۳ز کال کې د تورن رتبې ته لوړ سو، د پرسونل او تحرکاتو/ عملیاتو مسؤول. 

 په ۱۹۵۴ز کال کې د توپچي د کنډک د بطریې بولندوی. په ۱۹۵۵ز کال کې تورکیې ته د لوړې روزنې لپاره واستول سو. په ۱۹۵۶ز کال کې ﺌـې د تورکیې د «پولت لي» په ښار کې ﺌـې د توپچي کورس ولوست او په ۱۹۵۸ز کال کې ﺌـې په استانبول کې د الوتکې ضد په ښوونځي کې درس ولوست. په ۱۹۵۹ز کال کې ﺌـې (پوځي تقویتي) کورس ولوست. افغانستان ته راستون سو او په ۱۹۵۹ز کال کې ﺌـې د جگړن رتبې ته ارتقاء وکړه. د مرکزي ځواکونو / قوای مرکز د الوتکې ضد واحد بولندوی، او په حربي پوهنتون کې نیمه وخته استاد. په ۱۹۶۰ز کال کې په کابل کې د هوايي مدافعې د ځواک بولندوی. په ۱۹۶۱ز کال کې شوروي اتحاد ته د لوړې روزنې لپاره واستول سو. په دغو اکاډیمیو کې ﺌـې درس ولوست :

د «پولتاوار د الوتکې ضد ښوونځي» ؛ د (کالینن د هوايي مدافعې یوه څانگه) د (ویرستیل انستیتیوت) ؛ د کالینن د هوايی مدافعې پوهنتون؛ (بریدیانسکي) [ ]؛ په ۱۹۶۵ز کال کې اوکراﺌـین ته د عملي روزنې لپاره لاړ. د ډگرمن رتبې ته ﺌـې ارتقاء وکړه.  په ۱۹۶۵ز کال کې د الوتکې ضد د مدافعې د ځواک غړی. د الوتکې ضد د مدافعې د لیوا  سرپرست او درستیزوال.  په ۱۹۶۹ز کال کې د ډگروالۍ رتبې ته ﺌـې ارتقاء وکړه. په ۱۹۷۳ز کال کې د پوځي پرسونل احتیاط ته تبدیل سو (میوندوال ددﮤ اوښی وو، او دا د میوندوال د وژل کـېـدلو له کبله یوه سیاسي پرېکړه وه.) په ۱۹۷۶ز کال کې د دفاع د وزارت د هوايي مدافعې د مشر په توگه وگومارل سو . تقاعد سو. په ۱۹۸۱ز کال کې پاکستان ته لاړ او په ۱۹۸۱ز کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته راغی. دی د جبار او سلام ملکیار ورور دئ چې دواړه د اردو جنرالان ول او تش په نامـﮥ د میوندوال د توطـﺌـې په کړس کې له کاره برطرفه سول.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

ملکیار عبدالقهار