Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​جنرال عبدالاحد ملکیار د عبدالاحمد خان په نوم هم شهرت لري. د بریگیډییر عبدالاحمد زوی په ۱۹۰۲ز کال کې په غزني کې زېـږېـدلی دئ. د حبـیـبیې په لیسې او د کابل په حربي پوهنتون کې ﺌـې زده کړي کړي دي. په ۱۹۲۱ز کال کې د قطعې بولندوی. له ۱۹۲۳ تر ۱۹۲۴ز کال پورې درستیز وال. په ۱۹۲۴ز کال کې په سویلي ولایت/ جنوبي کې وو. غنډ مشرۍ ته ﺌـې ارتقاء وکړه. تورکیې ته لاړ چې د هغـﮥ ځای په حربي پوهنتون کې تحصیلات وکړي. په ۱۹۲۹ز کال کې بـېـرته افغانستان ته راستون سو.

د حبیب الله کلکاني د ځواکونو پر ضد ﺌـې په کندهار کې جگړه وکړه. یو ځل بیا له هـېـواده دباندې لاړ.  ددرستیزوالۍ غړی او د نادر شاه یاور. په ۱۹۳۰ز کال کې د لویدیځ ولایت تنظیمیه رﺌـیس. تر ۱۹۳۴ز کال پورې د کندهار پوځي بولندوی؛ له ۱۹۳۴ تر ۱۹۳۷ د هرات؛  له ۱۹۳۷ تر ۱۹۳۹ز کال پورې د غزني. له ۱۹۴۶ تر ۱۹۴۹ز کال پورې ستر  جنرال. له ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۱ز کال پورې د مشرقي تنظیمیه رﺌـیس.  له ۱۹۵۱ تر ۱۹۵۳ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر. ویل کـېـږي چې جنرال ملکیار له گوډ ملا او د صافیانو د اله گولې پرمهال د پوځي تقابل پر ځای ﺌـې د جرگې له لارې د حل لاره غوره بلله. په ۱۹۵۳ز کال کې ﺌـې د ناﺌـب سالار درجې ته ارتقاء وکړه. د صداقت او سردار اعلی مډالونه ﺌـې اخیستي دي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

ملکیار عبدالاحد