Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د حاجي عبدالوهاب زوی، په ۱۹۲۱ز کال کې په لوگر کې زېـږېـدلی دئ. تر ۱۹۴۶ز کال پورې ﺌـې د لوگر په مدرسو کې زده کړې کړي دي. په ۱۹۴۶ز کال کې ﺌـې په لوگر کې د عباس په نوم یوﮤ کلي کې تدریس کړی دئ؛ په ۱۹۵۲ز کال کې په میمنې کې وو؛ دوه کاله په جوزجان کې وو. په ۱۹۵۴ز کال کې مکې مکرمې ته د حج لپاره لاړ. بـېـرته د عباس کلي ته راغی او له همدې ځایه ﺌـې د هـېـواد په بـېـلا بـېـلو برخو کې د کمونیزم پر ضد تبلیغات پیل کړل. په ۱۹۵۸ز کال کې بـېـرته جوزجان ته لاړ – له خلقي اخبار څخه ﺌـې نقل کاوﮤ- او پر کمونیزم ﺌـې برید کاوﮤ. د یو شمـېـر پیروانو کړۍ ﺌـې په ځان پسې راکاږلې وه. محـمد نبي سیمه ییز چارواکي متقاعد کړل چې کمونیستانو د افغانستان په تعلیمي سیستم کې نفوذ کړی دئ او د کابل له حکومت څخه د اقداماتو غوښتونکی سو.

 له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۷ز کال پورې لوگر ته راستون سو او دلته ﺌـې هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. په ۱۹۶۳ز کال کې د ولسي جرگې استازی. د ولسي جرگې د ښي لاس د فرکسیون غړی. په ۱۹۷۳ز کال کې هلمند او کندهار ته لاړ تر څو مولویان وهڅوي چې د ولسي جرگې د غړیتوب لپاره ځانونه کاندید کړي. د داؤود له کودتا وروسته کابل ته راوغوښتل سو او دریو ورځو لپاره د کورنیو چارو په وزارت کې تر تحقیق لاندې وو او له هغـﮥ وروسته بـېـرته آزاد سو. په ۱۹۷۴ز کال کې د هلمند مارجې ته لاړ او هلته ﺌـې په یوې کلا کې یوه مدرسه پرانیستله. کله چې مارکسیستان واک ته ورسـېـدل محـمد نبي محـمدي د پاکستان کویټې ته وتـښـتـېـد. په کویټې کې ﺌـې د ۳۰ تر ۴۰ تنو مولویانو یوه ډله جوړه کړه او بیا پـېـښور ته لاړل چې توپک وپـېـري. محـمدي، حکمتیار له پخوا پـېـژاندﮤ او حکمتیار هم په پـېـښور کې وو. د رباني او حکمتیار ځواکونو یوه غونډه جوړه کړله او محـمدي ﺌـې د خپلو گډو ځواکونو د امیر په توگه وټاکـﮥ او په پای کې مـحـمدي دا دریځ قبول کړ.

په دې توگه د «حرکت انقلاب اسلامي افغانستان» [ ] بنسټ کښـېـښـودل سو. صبغت الله مجددي له دنمارک څخه راغی او خپله ډله ﺌـې جوړه کړه؛ له حرکت څخه د رباني او حکمیتار په وتلو، حرکت ډړې وړې سو. د ۱۳۵۸ل کال د لړم د میاشتې په ۶ نـېـټې (د ۱۹۷۹ز کال د نوامبر د میاشتې په ۲۷ نـېـټې) د جهاد اعلان وسو. مجددي د اعتماد پر بنسټ د «درﮤ آخور» [ ] د وسلو په مارکیټ کې وسلې وپـېـرودلې. نوموړي په «میران شاه» [ ] کې د وزیر او د مسعود د قبیلې ملاتړ تر لاسه کړ او په هـېواد کې دننه د کوچي جنگیالیو په مټ ﺌـې وسله وال فعالیتونه پیل کړل. ناچمتووالي تر دوه وو کلونو پورې دوام وکړ خو له هغـﮥ وروسته ځواکونو په ښو وسلو سمبال سول او بریاوی ﺌـې تر لاسه کړې. اوس د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مشر دئ او حرکت انقلاب اسلامي افغانستان د پـېـښور مېـشتو مجاهدینو د ډلو په منځ کې یوه عمده ډله ده. په ۱۹۸۱ز کال کې د مجددي او گیلاني له اتحاد سره یو ځای سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

مـحـمـد نـبـي مـحـمـدي