Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
مختصات افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم یا کلمه
محققین و مؤلفینمحمدمعصوم هوتک
د افغانستان پرکار څېړونکی، شاعر، ژباړن، لیکوال استاد محمد معصوم هوتک په ١٣٢٦ش =١٩٤٧ع کال د افغانستان په کندهار کې زېږېدلی دی. په ١٣٤٦ ش کال د کندهار ميرويس ليسه پایته رسولې او . په ١٣٦٦ ش کال د کابل پوهنتــون د ژبــو او ادبياتـو پوهنځــي له پښتـو څانګي څخه فارغ شوی دی.
معصوم هوتک د ژوند په اوږدو کې د علم درویزګر پاتې شوی دی او د علم د زدکړې له پاره یې څو دروازې ډبولې دي. ښوونځي ته تللی، بیا د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي په وره ورننوتلی دی، ورپسې د علم د خیرغوښتنې په دریزه پسې پولیتخنیک ته ورغلی، بیا دارالمعلمین، ورپسې د ساینس پوهنځی، بیا د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی.
په وطن کې د حالاتو له خرابېدو سره سم کانادا هېواد ته مهاجر شوی دی او اوس په کانادا کې، په خپل کورکې د خپل کار د میز ترشا هره ورځ خپل څېړنیز او تخلیقي کار ته دوام ورکوي او هیڅ کله په دې لاره کې نه دی ستړی شوی. د فرهنگي ژوند په اوږدو کې یې په سلگونه مقالې، لسگونه اثار او گڼشمېر شعرونه لیکلي دي.
د استاد هوتک بشپـړه پېـژندنه د «ستون معلومات مکملتر» کې لوستلای شئ.
 د غه راز د هوتک صاحب مقالې په افغان جرمن ارشیف کې لوستلای شئ

معصوم هوتک