Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​محـمود بریالی په ۱۹۴۴ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۶۲ز کال کې د حبـیـبيې له لیسې څخه فارغ سوی دئ  او ورپسې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي کې شامل سو. په ۱۹۶۵ز کال کې د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله زنداني سو. له هماغه پـېـل څخه د خلق دیموکراتیک گوندغړی وو. په ۱۹۶۶ز کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ سو او د پلان د وزارت رسمي مامور سو. یو ځل بیا د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله زنداني سو. په ۱۹۷۳ز کال کې بـېـرته د پلان وزارت ته راغی. شوروي اتحاد ته د تحصیل لپاره لاړ او خپله ماستري ﺌـې په سیاسي اقتصاد کې په ۱۹۷۷ز کال کې تر لاسه کړه.

په ۱۹۷۵ز کال کې د خلق د گوند د مرکزي کمیټې علی البدل غړی سو او په ۱۹۷۷ز کال کې د گوند د مرکزي کمیټې داﺌـمي غړی سو. د ۱۹۷۸ز کال د جولای په میاشت کې د پاکستان سفیر. د ۱۹۷۸ز کال د اکتوبر په میاشت کې بـېـرته هـېـواد ته راوبلل سو. د حفیظ الله د واکمنۍ پر مهال د رژیم له پلوه له گوند څخه اخراج سو. په ۱۹۸۰ز کال کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د نړۍ والو اړیکو د کمیټې مشر. په ۱۹۸۰ز کال کې د مرکزي کمیټې او د انقلابي شوری غړی. په ۱۹۸۰ز کال کې د «حقیقت انقلاب ثور» د ورځپاڼې محرر. په ۱۹۸۱ز کال کې د سیاسي بیرو علی البدل غړی. بریالی په انگلیسي او روسي ژبو خبرې کوي؛ د پرچم په جریدې کې ﺌـې څو مقالې خپرې سوې او له روسي ژبې څخه ﺌـې یو شمـېـر علمي آثار هم ژباړلي دي. د ببرک کارمل ناسکه ورور او د اناهیتا راتب زاد له لور زرغونې سره ﺌـې وادﮤ کړی دی.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

محـمود بریالی