Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​ډاکټر محـمد انس د امیر دوست محـمد خان له اعقابو څخه د محـمد یونس زوی په ۱۹۱۵ز کال کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۳۳ز کال کې د استقلال له لیسې فارغ سوی دئ. ریاضیات ﺌـې په تورکیې کې لوستي دي. د معارف په وزارت کې ﺌـې خدمت کړی دئ. د ۱۹۵۰ لسیزې په اوږدو کې د کابل پوهنتون او د لوړو تحصیلاتو د میرمنو د انستیتیوت پوهاند.

له ۱۹۴۱ تر ۱۹۶۳ز کال پورې د کابل پوهنتون رﺌـیس. په ۱۹۶۴ز کال کې د هندوستان سفیر. د ۱۹۶۴ز کال د جولای په ۷ د معارف وزیر. د یونسکو په کنفرانس کې ﺌـې د افغانستان استازیتوب وکړ. په ۱۹۶۶ز کال کې د مشخص وزارت له لرلو پرته وزیر.
د ۱۹۶۹ز کال د اکتوبر په میاشت کې له صدراعظم اعتمادي سره (د مراکش – ژ) په الرباط کې په لومړني اسلامي کنفرانس کې د گډون لپاره مل او ملگری لاړ. په ۱۹۷۰ز کال کې د کندهار ولایت والي. د داؤود د جمهوریت پر مهال د «دیوان ِ محاسبات» رﺌـیس. مجرد پاتې سو. په تورکي، جرمني او انگلیسي ژبو ﺌـې خبرې کولې. په ۱۹۸۳ز کال کې په کابل کې وفات سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

محـمد انس