Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​شمس المشایخ، مجددي، همدا شان د شیر آغا جان په نوم هم شهرت لري. په کابل کې میشت د سرهند د پیرانو د کورنۍ یو غړی دئ. د حضرت صاحب شوربازار قیوم جان آغا زوی دئ. په ۱۹۲۴ز کال کې د خپل مشر ورور شمس المشایخ شاه آغا له وفات وروسته ﺌـې د شوربازار د حضرت صاحب نورالمشایخ لقب قبول کړ، اخیر الذکره د خپل پلار د لقب ځای ناستی سوی وو. په ۱۹۲۶ز کال کې مکې مکرمې ته د حج لپاره لاړ. په ۱۹۲۴ز کال کې د پخواني پاد شاه د  امیر امان الله خان په امر له افغانستان څخه اخراج سو او د ۱۹۲۶ز کال د مارچ په میاشت کې له شمال – لویدیځ ولایت (پـېـښـور- ژ) څخه هم (د باندني امنیت د مقرراتو) [ ] پر بنسټ چې د امان الله خان پر ضد ﺌـې تبلیغات کول وایستل سو. 

 د ۱۹۲۸ز کال د سپتمبر په میاشت کې امان الله خان ورڅخه وغوښتل چې بـېـرته افغانستان ته راستون سي خو فضل عمر ونـﮥ منله. د اعلیحضرت امان الله له عزل وروسته دی د سویل ولایت ته لاړ. او د نادر شاه ملاتړی سو. د ۱۹۲۹ز کال د نوامبر په میاشت کې د عدلیې د وزیر په توگه وگومارل سو. د ۱۹۳۰ز کال د جولای په میاشت کې د غزني د سیمو د ملکي او پوځي د اعلی والي یا رﺌـیس تنظمیه په توگه وگومارل سو او د آگست د میاشتې په پای کې بـېـرته کابل ته راغی. د جون په میاشت کې لور ﺌـې د هرات د جغرتان له حضرت صاحب، فضل احمد مجددي سره وادﮤ وکړ. د ۱۹۳۱ز کال د ډسمبر په میاشت کې ﺌـې خپله استعفی وړاندې کړه او د وزیر په توگه کار ﺌـې خوشې کړ. خو استعفی ﺌـې د ۱۹۳۲ز کال د دسمبر تر میاشتې پورې ونـﮥ منل سوه.

د ۱۹۳۵ز کال د فبرورۍ په میاشت کې ﺌـې له سرهند څخه لیدنه وکړه، بیا په ۱۹۴۳ کې هلته لاړ او له دې وروسته په منظم ډول هر کله ور روان وو. په افغانستان کې د الهیاتو د لومړني پوهنځي بنسټ ﺌـې کښـېـښود چې نور المدارس نومـېـدﮤ. د ۱۹۳۶ز کال د مارچ په میاشت کې اعلیحضرت محـمد ظاهر شاه ورته په قلعـﮥ جواد او چهادردهي کې یوه کلا او ۷۰ جریبه ځمکه ورکړه. د ۱۹۵۶ز کال د دسمبر په دوهمه نـېـټه په قلعـﮥ جواد کې وفات سو. زوی ﺌـې محـمد ابراهیم مجددي چې د پير پاچا په نوم هم یادېـږي د حضرت صاصب ضیاء المشایخ لقب قبول کړ. دوه زامن لري : فضل عثمان (صدر المشایخ) او محـمد ابراهیم.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

مجـددي فضل عمر