Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​سید شمس الدین مجروح د سید حضرت شاه زوی د ۱۹۰۴ز کال د مې په میاشت کې په کونړ کې زېـږېـدلی دئ. له ۱۹۳۴ تر ۱۹۳۸ز کال پورې د مشرانو جرگې/ سنا غړی.  له ۱۹۳۸ تر ۱۹۴۹ز کال پورې په «افغان بانک» کې د حکومت استازی. په ۱۹۴۹ز کال کې د بورې او پطرولیم د دولتي انحصاراتو رﺌـیس. له ۱۹۴۹ تر ۱۹۶۳ز کال پورې د قباﺌـیلو د ریاست رﺌـیس.  له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۵ز کال پورې د عدلیې وزیر

د ۱۹۶۴ز کال د اساسي قانون د تسوید د کمـېـټې رﺌـیس. د ۱۹۶۵ز کال د اکتوبر په میاشت کې مرستیال صدراعظم. په ۱۹۶۶ز کال کې په مصر کې د افغان سفارت سفیر. په ۱۹۶۹ز کال کې  له کونړ څخه سناتور. په ۱۹۸۰ز کال کې متقاعد او پـېـښور ته لاړ. په پــېـښـور کې د مجاهدینو د اسلامي اتحاد د عالي شوری غړی. د پښـتو ژبې شاعر؛ خپل منتخب اشعار ﺌـې چاپ کړي دي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

مجروح سید شمس الدین