نوع محتوا | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | ډاکټر سید بهاء الدین مجروح د سید شمس الدین زوی، په ۱۹۲۸ز کال کې د ننگرهار په کونړ کې زېـږېـدلی دئ. له لومړنیو خصوصي زده کړو وروسته د استقلال په لیسې کې شامل او په ۱۹۵۱ز کال کې فارغ سو. فرانسې ته لاړ او د پاریس او (مونت پیل ییر) [ ] په پوهنتونونو کې ﺌـې تحصیلات وکړل. په ۱۹۵۵ز کال کې ﺌـې د لندن په پوهنتون کې انگلیسي ادبیات ولوستل. په ۱۹۵۶ز کال کې ﺌـې په پاریس کې په ټولنپـېـژندنې یا سوسیالوژي، سایکالوژي او فلسفې کې دولتي آزموینه/امتحان ورکړ. په ۱۹۵۷ز کال کې ﺌـې د «مر بُرگ» او «میونیخ» په پوهنتونونو کې د جرمني ژبې ادبیات ولوستل. په ۱۹۵۸ز کال کې ﺌـې د (وگورئ په لمنلیک کې) دیپلوم واخیست. په ۱۹۶۷ز کال کې ﺌـې د (مونت پیل ییر) له پوهنتون څخه خپله دکتورا په فلسفې کې واخیسته. په ۱۹۶۲ز کال کې د کابل پوهنتون د فلسفې او سوسیولوژۍ پروفیسر. له ۱۹۶۱ تر ۱۹۶۴ز کال پورې د ادبیاتو د پوهنځي رﺌـیس. په ۱۹۶۴ز کال کې د کاپیسا والي. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۸ز کال پورې په مونیخ کې د افغان کلتوري دفتر رﺌـیس. په ۱۹۷۲ز کال کې د افغان تأریخي ټولنې رﺌـیس. د پښـتو اکاډیمۍ او د یو شمـېـر نړۍ والو سازمانونو غړی. آثار ﺌـې په پښتو، دري، جرمني، انگلیسي او فرانسوي ژبو چاپ سوي دي. مهم آثار ﺌـې : (د آزادۍ او تصمیم دیالکتیک) ۱۹۶۲، (ځاني ښامار/ اژدهای خودي) [ ] ۱۹۷۲ (په پښتو او دري) په ځانگړو ژورنالونو کې گڼ شمـېـر چاپ سوي آثار لري. په ۱۹۸۲ز کال کې په پــېـښـور کې د افغان معلوماتي مرکز مشر او د «میاشتنۍ بولتن» [ محرر. ډېـري وختونه د امریکا متحده ایالاتو او اروپا ته سفرونه کوي. لیکوال: لودویگ آدمک ^ژباړونکي: رحمت آریا
| | مجروح سید بهاء الدین |