Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​ډاکټر محـمد هاشم مجددي (په مصر کې د افغان سفیر) محـمـد صادق زوی په ۱۹۲۱ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. په تحصیلاتو کې ﺌـې : د مصر د قاهرې د الازهر له پوهنتون څخه په اسلامي شریعت کې دکتورا هم شامله ده. د معارف د وزارت غړی او د غازي، استقلال او حبـیـبـیې په ښوونځیو او دارالمعلمینو کې ﺌـې خدمت کړی دئ.

 په ۱۹۴۶ز کال کې د حبـیـبـیې د لیسې مدیر.  په ۱۹۴۷ز کال کې د حقوقو او اقتصاد د پوهنځي رﺌـیس. په ۱۹۴۸ز کال کې د صدراعظم سلاکار. په ۱۹۵۵ز کال کې د مسلکي تحصیلاتو مرستیال رﺌـیس. په ۱۹۶۴ز کال کې د لویې جرگې غړی. په ۱۹۷۴ز کال کې سناتور. په ۱۹۷۸ز کال کې په لاهور کې د سعودي کلتوري استازی. د آریانا په انسایکلوپیدیا کې د څو مقالو لیکوال. په عربي په فصاحت خبرې کوي.
یکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

مجددي محـمد هاشم