Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د هرات د «جغرتان» [ ] حضرت صاحب مجددي. د عبدالوهاب زوی او د «سرهند د پیرانو» [ ] له کورنۍ څخه د حضـرت محـمد عمر جان آغا لمسی چې وروسته مجددي سو. په ۱۸۹۲ز کال کې د فارس په ختیځ کې په «بخرز» [ ] کې زېـږېـدلی دئ چې پلار ﺌـې همدلته تبعید سوی وو. دا کورنۍ په ۱۹۰۲ز کال کې بـېـرته افغانستان ته راستنه سو.

 په دیني چارو کې د کفایت وړ قاضي گڼل سوی وو. په ۱۹۳۰ز کال کې ﺌـې د نور المشایخ، مجددي له لور سره وادﮤ وکړ. په ۱۹۲۹ز کال کې کله چې نادر خان پر سلطنت جلوس وکړ، دﮤ ور سره ولیدل او د حضرت شیر آغا مجددي پر ځای د عدلیې د وزارت مرستیال وزیر وگومارل سو. د نادر شاه له وژل کـېـدلو وروسته ﺌـې کندهار ته سفر وکړ تر څو محـمد ظاهر شاه ته د خلکو بیعت واخلي. په ۱۹۳۳ز کال کې د عدلیې د وزیر په توگه وگومارل سو. په ۱۹۳۴ز کال کې د فارس د زور آباد د پـېـښـې په تړاو د پلټنې لپاره د پاړسو – افغان د گډ  کمیسیون غړی وگومارل سو. کورنۍ ﺌـې د هرات د ولس په منځ کې نفوذ لري. د سنا رﺌـیس. په ۱۹۶۱ز کال کې وفات شو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

مجددي فضل احمد