Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د مـحـمـد معصوم «میاجان» مجددي زوی او د صبغت الله مجددي کشر ورور په ۱۹۲۶ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۴۷ز کال کې د حـبـیـبـيې له لیسې څخه فارغ سو او په ۱۹۵۱ز کال کې د حقوقو او اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ سو. 

 له ۱۹۴۷ تر ۱۹۵۱ز کال پورې په کابل کې د لاریونونو یا مظاهرو مشر. د کانونو او صنایعو په وزارت کې د ترانسپورت مدیر. د دولتي انحصاراتو د پطرولیم د ویش عمومي مدیر. د ډېرې مودې لپاره بې کاره وو. پـېـښـور کې له خپل ورور صبغت الله مجددي سره یو ځای سو او د څلور کالو لپاره ﺌـې د مجاهدینو لپاره کار وکړ. له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۳ز کال پورې په سعودي عربستان کې د اسلامي اقتصاد مدرس. وروسته کالیفورنیا ته کډه سو او اوس په «سَوت بې» [ ] کې د اسلامي مرکز امام دئ. د عبدالحق نوابي له لور سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ او څلور زامن لري : عبدالرحمن، روح الله،  ولي الله او امین الله.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

مجددي عزت الله