Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د مـحـمد معصوم (میاجان) مجددي زوی په ۱۹۲۵ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د حـبـيـبـیـې له لیسې څخه فارغ سوی دئ. د قاهرې د الازهر په پوهنتون کې ﺌـې د شپږو کالو لپاره د حقوقو او فقـﮥ/ قانونپوهنې برخه ولوستله او په ۱۹۵۳ز کال کې ﺌـې په دې برخې کې خپله ماستري تر لاسه کړه. د شپږو کالو لپاره ﺌـې د غازي، حبـیـبـیې، نجات او استقلال په لیسو کې د ښوونکي په توگه تدریس وکړ. په دارالمعلمینو کې د قران او اسلامي قانون/ شریعت ښوونکی او هم په کابل کې د لوړو اسلامي مطالعاتو په انسټیتیوت کې ښوونکی. 

له ۱۹۵۹ تر ۱۹۶۴ز کال پورې د کودتا او د شوروي د صدراعظم نیکیتا خروشچیف د وژلو د هڅې په تور زنداني سو. له ۱۹۶۸ تر ۱۹۷۰ز کال پورې ﺌـې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ. له ۱۹۷۴ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د کوپنهاگن د اسلامي مرکز مشر.  د افغان د آزادۍ د ملي محاذ مشر. وادﮤ ﺌـې کړی او شپـږ زامن لري : نجیب الله، ذبیح الله، عصمت الله، عظیم الله، رحیم الله، عبدالله او صدیق الله. (عظیم الله په ۱۹۷۹ز کال کې په پـېـښور کې ووژل سو.) په عربي او انگلیسي خبرې کوي. اوس په پـېـښور کې مـېـشت دئ.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

مجددي صبغت الله