Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
مجمع اللغات
انگلیسیپښتوشرحمعنینوعیت کلمهریشۀ لغتتلفظاسم یا کلمه
Night

​شپه، تیاره

نود‌ و دومین سورۀ قرآن کریم، مکی، دارای ۲۱ آیه

​ شام، شامگاهان، شامگاه، شب، فلق، تاریک، مقابل/ یوم

اسم زمانعربی/layl/لیل
مختصات افغانستان
نوع محتواشرحردیفلسانضرب المثل ها، مقولات، کنایات و گفته ها
ضرب المثل ها، مقولات، کنایات و اصطلاحات عامیانه

​یکی از ترانه های کودکانه که مادرن به اطفال شان میخوانند.
مادر با انگشت شهادتش به روی کف دست کودکش می چرخاند و ترانه را میخواند و در اخیر دستش را به سینه یا زیر بغل کودک برده قتقتک میدهد تا کودک بخندد
ترانه:
لیلی لیلی حوضک
ده مابینش سوزک        که درین جا هدف از سوزک سبزه گک است
گنجشک آمد او  (آب) خورد
پایش لکتو (تاب) خورد
پرکایشه او (آب) برد
گوشتشه ببو برد

پشک آمد پرسان کد (کرد) کو حق مه؟
ای از مادر، ای از پدر، ای از خوارک (خواهرک) ، ای از بیادر 
کو حق مه؟
میو میو میو میو   کو حق مه؟

اصطلاح عامیانهدریلیلی لیلی حوضک
جغرافیه
معرفی مختصرکتگوریاسم یا کلمه

​قریه ایست به فاصله می نمایند/۵ کیلومتر در جنوب زیارت شاه مقصود در علاقه خاکریز مربوط ولایت کندهار که بین ۶۵ درجه ۲۷دقیقه ۴۳ ثانیه طول البلد شرقی و ۳۱ درجه ۵۷ دقیقه ۲۷ ثانیه عرض البلد شمالی واقعست. (قاموس جغرافیای افغانستان

قریهقریهٔ باغ خلیل
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتواترجمهٔ دریبیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان 

​د نثار احمد زوی، په ۱۹۳۰ز کال کې زېـږېـدلی دئ، په قوم یوسف زی دئ. د اماني له لیسې څخه فارغ سوی دئ. د کابل له پوهنتون څخه ﺌـې په حقوقو او سیاسي علومو کې د فراغت سند او د «فري برگ» له پوهنتون څخه ﺌـې دکتورا تر لاسه کړې ده.  د کابل پوهنتون د حقوقو استاد او په ۱۹۶۴ز کال کې د اساسي قانون د مشورتي کمیسیون غړی. په ۱۹۶۴ز کال کې د تالقان والي. په ۱۹۶۶ز کال کې د لوگر والي.

په ۱۹۶۷ز کال کې د پروان والي. په ۱۹۷۱ز کال کې د لغمان والي. له ۱۹۷۳ – ۱۹۷۵ز کال پورې د جوزجان والي.  او د ۱۹۸۰ز کال د جنورۍ د میاشتې په لسمې نـېـټې د بلخ والي. د تره کي او امین د واکمنۍ پر مهال د پل چرخي په زندان کې زنداني. د سیمه ییزو حکومتي سازمانونو د لارښونو لپاره د مرکزي اداري» عمومي رﺌـیس. تر ۱۹۸۳ز کال پورې د «حکومتي پلان جوړونې د کمیټې» رﺌـیس. په ۱۹۸۳ز کال کې د وزیرانو د شوری مرستیال رﺌـیس. په ۱۹۸۴ز کال کې له خپل مقام څخه معزول کړل سو. وادﮤ ﺌـې کړی دئ، مـېـرمن ﺌـې د ملالۍ د لیسې ښوونکې ده.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

 خلیل ابوي
قاموس بایوگرافیکی افغانستان 

​(د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان د مستوفی الممالک) محـمد حسین خان زوی په ۱۹۰۹ز کال کې د کابل بابر باغ ته نـېـږدې زېـږېـدلی دئ. مور ﺌـې د صافي په قبـیـلې پورې اړه درلوده او پلار ﺌـې (د عبدالرحیم اوښی چې په ۱۹۲۹ز کال کې د هرات والي وو) یو له ډېـرو معتـمدو او د درنښت وړ درباریانو څخه وو چې په ۱۹۱۹ز کال کې د امیر حبیب الله خان له وژل کـېـدلو لږ وروسته ووژل سو. خلیلي دا مهال یولس کلن وو. له دې مخکې په اووﮤ کلنۍ کې ﺌـې مور مړه سوې وه، نوموړي د خپل مور او پلار د یاد په درنښت قصاید ولیکل او دا قصاید ددﮤ په اشعارو کې د هغـﮥ شهکار دئ.  د پلار له وژل کـېـدلو وروسته اړ سو چې د کوهستان په غرونو کې د خپلونو نیکونو کور کې پناه واخلي.  خلیلي وکولی سول چې لیک لوست په خپله زده کړي او په هماغـﮥ تنکي عمر کې ﺌـې د شعرونو حفظ کول پیل کړل. کله چې حبیب الله کلکاني واکمنۍ ته ورسـېـد خلیلي ته په کابل او مزار شریف کې یو شمـېـر مهم مقامونه وسپارل سول.

په ۱۹۲۹ز کال کې د حبیب الله کلکاني له پرځـېـدلو وروسته خلیلي د دریو میاشتو لپاره په شوروي اتحاد کې تاشکند ته پناه یوړله. کله چې اعلیحضرت نادر خپل سلطنت اعلان کړ، خلیلي کابل ته راستون سو. خلیلي له خپل ماما عبدالرحیم خان سره چې مشهور جنرال او پیاوړ سړی وو، هرات ته لاړ.  خلیلي په هرات کې له علماوو او شعراوو سره په ډېره نـېـږدې اړیکه کې سو او د هغوی اغـېـز ورباندې پریوت. په هرات کې ول چې د خلیلي ادبي استعداد لا وده وکړه. خلیلي خپل لومړی اثر «د هرات تأریخ» ولیکـﮥ چې ډېرو کسانو دا اثر وستایـﮥ. په دې پسې خلیلي د صدارت عظمی په دارالانشاء کې کار وکړ. خلیلي په تدریج سره مشهور شاعر سو. په ۱۹۴۴ز کال کې خلیلي، ماما ﺌـې او ټوله کورنۍ په دې شک زندان ته واچول سول چې گڼې د صافیانو د پاڅون پرمهال دوی د خپلې قبیلې ملاتړ کړی دئ.  کله چې له زندانه آزاد سو، خلیلي په کندهار کې تر هغو په تبعید کې ژوند وکړ چې په ۱۹۴۸ز کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د مُدَرس په توگه وگومارل سو. په ۱۹۴۹ز کال کې د شاه محمود د کابینې منشي. په ۱۹۵۱ز کال کې د اطلاعاتو او نشراتو وزیر. په ۱۹۵۳ز کال کې د اعلیحضرت محـمد ظاهر شاه د اطلاعاتو او نشراتو مشر سلاکار. په ۱۹۵۶ز کال کې له جبل السراج څخه د ولسي جرگې لپاره د ولسي جرگې غړی وټاکل سو. د (وحدت ملي) د منځلاري گوند بنسټ ایښودونکی او رﺌـیس. شپږ میاشتې وروسته ﺌـې په سعودي عربستان کې د سفیر په توگه وټاکل سو. د تأریخي ټولنې غړی او د کابل پوهنتون د پاړسي ادب پوهاند. له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د عراق سفیر. د غوايي له پاڅون وروسته ﺌـې د مارکسیستي واکمنۍ پر ضد ﺌـې مخالفت وښود. په ۱۹۸۴ز کال کې د پاکستان د ولسمشر سلاکار وگومارل سو. اوس ۱۹۸۵ز کال د پاکستان په اسلام آباد کې ژوند کوي. خلیلي ټولټال ۵۴ کتابونه، د افغانستان په هکله یو مونوگراف او همدا شان د سولې او آزادۍ په هکله ﺌـې مقالات لیکلي دي. د یو شمـېـر اشعارو ټولگه ﺌـې په څلورو ټوکونو کې چاپ سوې ده. د خلیلي آثار د آسیا او اروپا په ادبي کړیو کې شهرت لري. افغانان او ایرانیان ﺌـې د معاصري پاړسۍ ستر شاعر گڼي. خلیلي ته په کور دننه او له هـېـواده دباندې یو شمـېـر اکاډیمیک مډالونه ورکړل سوي او په افغانستان او فرانسې کې ﺌـې لوړ ترینه اکاډیمیک مډالونه تر لاسه کړي دي. خلیلي یو کتابتون لري چې شل زره ټوکه کتابونه لري؛ دا د دﮤ د ټول ژوند "یوازینۍ پانگه" ده چې د خپل کار او ژمنې په مټ ﺌـې راټوله کړې ده. د خلیل الله خلیلي وروستـنی چاپي اثر د حبیب الله کلکاني په هکله دی چې «عیارې از خراسان» نومـېـږي. د خلیلي د دیوان لومړۍ او دوهمه برخه په تهران کې په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۵ز کال کې چاپ سوه او دریمه برخه ﺌـې په ۱۹۸۴ز کال کې په پاکستان کې چاپ سوه.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

خلیل الله خلیلي
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

نور محـمد دلیلي فرزند دین محـمد و دایرکتر دیپارتمنت میترولوژي(د افغان هوايي چلند) بود. از ۱۹۶۲ تا ۱۹۶۴ در (نارث رپ انستیتیوت آف ټکنالوژي) [[2]] در شعبه ی (الکترونیکس مین تي نینس) [[3]] تخصص بدست اورده بود.

مترجم دری:  پوهاند محمد بشیر دودیال

​نور محـمد دلیلي د دین محـمد زوی. د افغان هوايي چلند د میترولوژۍ د دیپارتمنت دایرکتر جنرال. له ۱۹۶۲ تر ۱۹۶۴ز کال پورې د (نارث رپ انستیتیوت آف ټکنالوژي) کې په (الکترونیکس مین تي نینس) کې روزل سوی دئ.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

 دلیلی نور محـمد