نوع محتوا | ترجمهٔ دری | بیوگرافی مختصر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | بارکزی بود؛ از طرف دختر امیر دوست محـمد خان پسر لویناب خوشدل خان وبرادرزاده علیا حضرت و خسربره اعلیحضرت امان الله خان بود. در ۱۸۸۳متولد و در مری هندوستان) تحصیلات عالی را تکمیل کرد. در انگلیسي، اردو و پښتو فصاحت کامل داشت. با سردار عنایت الله خان در سفر هند همراه بود. درجنوری ۱۹۰۵ م. بحیث شاغاسي ملکه مقرر شد. در ۱۹۰۷با امیر حبیب الله درسفر هند همراه و در همین سال در سفر هرات نیزبااو بود و ګفته شده که نفوذ زیاد بالای امیر داشت. در فبروری ۱۹۱۹مسولیت ترمیم سرکها بدوش شاغاسي ملکه بود، ولی زیر مغضوبیت و قهر امیر حبیب الله خان واقع شد. امیر حبیب الله به خاطری بالایش قهر بود که با استفاده از نفوذ علیا حضرت کوشش نمود تا با یکی از دختران امیر چانس عروسی بدست بیاورد. شاغاسي ۲۰۰۰ روپیه جریمه و تنخواه اش تعلیق ګردید. وقتې امیر امان الله خان بالای تخت سلطنت جلوس نمود شاغاسي نیز در محاکمه اشخاصی قرارداشت که در جلال آباد بودند و از پادشا شدن سردار نصرالله حمایت میکردند. سربازان شاغاسي را درجلال کې ګرفتار نمود امیر امان الله خان از سبب ان ګفتارشاغاسي آزرده بود که با احساسات زیاد در جلال آباد ګفته بود تا نصرالله خان امارت رااعلان نماید. شاغاسي دوباره دلسرد شد و دراوایل اپریل سرپرستی کارمندان نظام امان الله خان را به پیش می برد. در ۱۹۱۹عضوهیات صلح افغان و رﺌـیس آن شد. در اګست ۱۹۱۹ وزیر امور داخله یا «ناظر ِ ملکي» مقرر شد. د ر اکست همین ۱۹۱۹با یک خواهر امان الله خان عروسی نمود درجون ۱۹۲۰ امیر امان الله خان بالایش اعتماد را ازدست داد و ازاو ناراض ګردید. واز امور وزارت داخله سبکدوش شد. در اخر ۱۹۲۳دوباره مورد التفات قرار ګرفت. در ۱۹۲۴در قیام مردم منگل ریس ریفورمها در جلال آباد ودرین ولایت «رﺌـیس تنظیم» مقرر شد. او در متحد ساختن جنګ اوران اقوام مهمند، افریدی وسایرین موفق ګردید وقیام کننده ګان را شکست داد. برایش لقب «تاج ِ افغان» طورعزازي داده شد ودر جون ۱۹۲۵والی کابل شد. نفوذ زیاد در قبایل خصوصا در مهمندو داشت و درپلان داشت تا امور سلطنت را بدست ګیرد. سه پسر داشت : غلام محـمد، نور احمد و سلطان احمد؛ اخیر الذکر از خانم دومش میباشد. (د ختردومې او که از خانم دومش بود و مهریه نام داشت با عبدالحی عزیز ازدواج نمود.) درمی و اپریل ۱۹۲۶ علیه بغاوت ګران کوهستاني به مقاومت پرداخت ګفته میشود که یک شخص " محبوب وبا قدرت بود؛ بې رحم و دلاور نیز بود." بعضی ها او را صاحب افکار بلند میدانند در ۱۹۲۸با اعلیحضرت امان الله در سفر اروپا همراه بود. بعد در جنوری ۱۹۲۹وقتې حبـیـب الله کلکاني کابل را اشغال نمودعلي احمد در جلال آباد از طرف مردم خوگیاڼی وغلزیها به حیث امیر اعلان و سمت کابل مارش نمود. قوای حبیب الله کلکاني اورا در جگدلک شکست داد و به هندوستان رفت. بعد دوباره به افغانستان امد و در کندهار با اعلیحضرت امان الله خان یکجا ګردید. وقتې امان الله خان از سلطنت دست کشید، او دوباره بحیث امیر اعلان و علیه قوای حبیب الله کلکاني مارش نمود، ولی شکست خورد و ګرفتار ګردید او درجولای ۱۹۲۹باسربلندی و نافرمانۍ همان توپ را بوسید که توسط ان پرانده شد. مترجم دری: پوهاند محمد بشیر دودیال
| علي احمد لویناب بارکزی دئ؛ د امیر دوست محـمد خان د لور له لوري د لویناب خوشدل خان زوی او د علیا حضرتې ورارﮤ او د اعلیحضرت امان الله خان اوښی دئ. په ۱۸۸۳ز کال کې زېـږېـدلی دئ او د هندوستان په (مري) کې ﺌـې تحصیلات کړي دي. په انگلیسي، اردو او پښتو په فصاحت پوهـېـږي. له سردار عنایت الله خان سره د هند د سفر ملگری وو. د ۱۹۰۵ز کال د جنورۍ په میاشت کې د مُلکي شاغاسي په توگه مقرر سو. په ۱۹۰۷ز کال کې له امیر حبیب الله سره د هند په سفر کې مل وو او په همدغـﮥ کال د هرات په سفر کې هم ورسره مل وو او ویل سوي چې پر امیر باندې ﺌـې ډېـر اغـېـز درلود. ویل سوي چې د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د سړک د ترمیم په چارو کې چې مسؤولیت ﺌـې د شاغاسي ملکي پر غاړه وو د امیر حبیب الله خان تر مغضوبیت او قهر لاندې راغی. دا هم ویل سوي چې امیر حبیب الله ورباندې ځکه سخت په قهر دئ چې د علیا حضرتې له نفوذ څخه په گټې اخیستـنې ﺌـې هڅه کړې چې د امیر له یوې لور سره د وادﮤ کولو چانس لاس ته راوړي. شاغاسي ملکي ۲۰۰۰ روپۍ جریمه سو او تنخواه ﺌـې تعلیق سوه. کله چې امیر امان الله خان د سلطنت پر تخت جلوس وکړ شاغاسي ملکي هم د هغو کسانو په محاکمه کې وو چې په جلال آباد کې ول او پر تخت باندې د سردار نصرالله د کښـېـناستلو د طرحو ملاتړ ﺌـې کړی وو. سرتیرو، شاغاسي په جلال کې ونیوﮤ او ویل سوي چې امیر امان الله خان د شاغاسي هغو خبرو ډېر خوابدی کړی وو چې شاغاسي په ولولو او جدیت په جلال آباد کې په هغـﮥ دربار کې کړې وې چې نصرالله خان د خپل امارت اعلان کړی وو. شاغاسي بـېـرته خوشې سو او ویل سوي چې د اپریل په لومړیو کې ﺌـې د امان الله خان د کارمندانو سرپرستي کوله. د ۱۹۱۹ز کال د جون په میاشت کې د افغان سولي د پلاوي رﺌـیس وټاکل سو. د ۱۹۱۹ز کال د آگست په میاشت کې د کورنیو چارو وزیر یا «ناظر ِ ملکي» مقرر سو. د ۱۹۱۹ز کال د آگست په میاشت کې ﺌـې د امان الله خان له یوې خور سره وادﮤ وکړ. ویل سوي چې د ۱۹۲۰ز کال د جون په میاشت کې امیر امان الله خان ورباندې اعتماد له لاسه ورکړ او ورڅخه خوښ نـﮥ وو. د کورنیو چارو د وزارت له دندې لـېـرې سو. د ۱۹۲۳ز کال په پای کې بـېـرته تر التفات لاندې راغی. د ۱۹۲۴ز کال په لړ کې د منگلو د بلوا پر مهال د جلال آباد د ولایت د اداري ریفورم مشر یا «رﺌـیس تنظیم» مقرر سو. دی د مهمندو، افریدیو او نورو قومي جنگیالیو د لوی شمـېـر په راټولولو کې بریالی سو او د هغو یاغیانو ملا ﺌـې ورماته کړله چې د بلوا د ملا ستن بلل کـېـدل. نوموړي ته د «تاج ِ افغان» اعزازي لقب ورکړل سو او د ۱۹۲۵ز کال د جون په میاشت کې د کابل د والي په توگه وگومارل سو. په قومي وگړو په ځانگړې توگه په مهمندو کې ﺌـې د پام وړ نفوذ درلود او ویل سوي چې دا خیال ﺌـې په سرکې گرځـېـد چې که د سلطنت واگې په لاس کې اخیستې وای. دري زامن لري : غلام محـمد، نور احمد او سلطان احمد؛ اخیر الذکره زوی ﺌـې له دوهمې ښځې څخه دئ. (د دﮤ لور چې له دوهمې ښځې څخه ﺌـې ده او مهریه نومـېـږي له عبدالحی عزیز سره وادﮤ کړی دئ.) د ۱۹۲۶ز کال د مې او اپریل په میاشتو کې ﺌـې د کوهستاني تاړاک گړو او بریدگرو پر وړاندې بریالی لښکري یون درلود. ددﮤ په شرحه کې ویل سوي دي : "یو محبوب سړی چې د شخصیت قدرت لري؛ بې رحمه او زړور دئ." نور ﺌـې په هکله وايي : " د لوړو خیالاتو خاوند دئ." په ۱۹۲۸ز کال کې له اعلیحضرت امان الله سره د اروپا په سفر کې وو. وروسته له دې چې د ۱۹۲۹ز کال د جنورۍ په میاشت کې حبـیـب الله کلکاني کابل ونیوﮤ علي احمد په جلال آباد کې د خوگیاڼیو له پلوه او د یو شمـېـر غلزیو له پلوه د امیر په توگه اعلان سو او د کابل پر لور ﺌـې مارش پیل کړ. د حبیب الله کلکاني ځواکونو نوموړي ته په جگدلک کې ماتې ورکړه او دی هندوستان ته وتـښـتـېـد. بـېـرته افغانستان ته راغی او په کندهار کې له اعلیحضرت امان الله خان سره یو ځای سو. وروسته له دې چې امان الله خان له سلطنت څخه لاس په سر سو، دی یو ځل بیا د امیر په توگه اعلان سو او د حبیب الله کلکاني د ځواکونو پر ضد ﺌـې مارش وکړ چې په پای کې ﺌـې ماتې وخوړه او ونیول سو. د ۱۹۲۹ز کال د جولای په میاشت کې ﺌـې په لوړه غاړه او نافرمانۍ هغه توپ مچ کړ چې دی په کې والوزول سو. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| لویناب علي احمد |