Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​محـمـد کبیر لودین د کوهدامن له لودینانو څخه دئ او په ۱۹۱۰ز کال کې زېـږېـدلی دئ. د حـبـیـبـیې له لیسې او د امریکا په متحده ایالاتو کې له ساختماني انجنیرۍ څخه فارغ سوی دئ. د ۱۹۴۰ز لسیزې په اوږدو کې ﺌـې خپل کاري ژوند د ټولگټو / فواید عامې په وزارت کې پیل کړی دئ او په ۱۹۴۶ز کال کې د ټولگټو د وزارت وزیر سو.

 په ۱۹۵۳ز کال کې ملگرو ملتونو ته د افغان په داﺌـمي استازیتوب کې. له ۱۹۵۴ تر ۱۹۵۶ز کال پورې د امریکا متحده ایالاتو ته د افغانستان سفیر. په ۱۹۵۶ز کال کې د ټولگټو وزیر. له ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۹ز کال پورې ﺌـې له ایران سره د هلمند د اوبو د موضوع په خبرو اترو کې مهمه ونډه ولوبوله.  له ۱۹۶۱ تر ۱۹۶۴ز کال پورې برتانیې ته د افغانستان سفیر. د ۱۹۶۴ز کال د جولای د میاشتې له ۲۶ نـېـټې تر ۱۹۶۶ز کال پورې چې ددﮤ د وفات کال دئ په هندوستان کې د افغانستان سفیر.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

لودین محـمـد کبیر