نوع محتوا | ترجمهٔ دری | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | فرزند عبدالواحد خان متولد ۱۸۸۶است در ۱۹۱۷ طی ماه جنورۍ در بمبـﺌـي نماینده افغانستان مقرر شد. درمارچ ۱۹۱۹م. در کابل زندګی داشت. درنوامبر ۱۹۱۹ افغان قـنـسـل در پشاور مقرر شد، ولی به او اجازه داده نشد که داخل قلمرو هندبرتانوي ګردد. درسپتمبر سال۱۹۲۰بحیث سرحددار در ډکه مقرر شد. در ۱۹۲۱ پولیټیکل آفیسرشد؛ درنومبر ۱۹۲۱ ازین وظیفه رخصت و به کابل عودت نمود. در دسمبر ۱۹۲۱حاکم کوهستان (حاکم ِ کلان) مقرر شد ودرسپتمبر ۱۹۲۵ در برلین بحیث مختار وزیر و بعد در ۱۹۲۸دوباره به کابل عودت نمود. درنوامبر ۱۹۲۸شاروال کابل تعیین شد. درمی ۱۹۲۹همراه با امیر امان الله خان عازم هندوستان و بعد با سردار عنایت الله خان وارد فارس (ایران امروزی-م.) ګردید. در دسمبر ۱۹۲۹به کابل برګشت درجنوری ۱۹۳۰بحیث وزیر دربار کار کرد. در اپریل ۱۹۳۰معین وزیر جنگ بود ودرجولای ۱۹۳۰ریس تنطیمیه امورملکی و نظامی بدخشان ګردید. بعد عوض او جنرال غلام غوث خان مقرر و خودش به مزار شریف بحیث معاون والي مقررشد. در ۱۹۳۱رئیس تنطیمیه ولایات شمال بود. درجنوری ۱۹۳۲به کابل امد و «رﺌـیسِ اردو» و وزیر دفاع ملي مقرر شد (او با محـمد داؤود درمسایل اداري موافق نبود). او خسر شاه جان غني احمدزي بود. در ۱۹۳۸ وفات یافت.
مترجم دری: پوهاند محمد بشیر دودیال
| احمد علي لودین د عبدالواحد خان زوی په ۱۸۸۶ز کال کې زېـږېـدلی دئ. د ۱۹۱۷ز کال په جنورۍ کې په بمبـﺌـي کې افغان استازی. د ۱۹۱۹ز کال په مارچ کې په کابل کې وو. د ۱۹۱۹ز کال د نوامبر په میاشت کې په پـېـښور کې افغان قـنـسـل خو اجازه ورنـﮥ کړل سوه چې برتانوي قلمرو ته ننوځي. د ۱۹۲۰ز کال په سپتمبر کې په ډکه کې د سرحد دار په توگه وگومارل سو. په ۱۹۲۱ز کال کې پولیټیکل آفیسر؛ د ۱۹۲۱ز کال د نوامبر په میاشت کې له دې کاره رخصت او کابل ته راستون سو. د ۱۹۲۱ز کال د دسمبر په میاشت کې د کوهستان مشر حاکم (حاکم ِ کلان). د ۱۹۲۵ز کال په سپتمبر کې په برلین کې مختار وزیر. په ۱۹۲۸ز کال کې بـېـرته کابل ته راستون سو. د ۱۹۲۸ز کال د نوامبر په میاشت کې کابل ښاروال. د ۱۹۲۹ز کال د مې په میاشت کې له امیر امان الله خان سره هندوستان ته ووت او ورپسې له سردار عنایت الله خان سره فارس ته لاړ. د ۱۹۲۹ز کال د دسمبر په میاشت کې کابل ته راستون سو. د ۱۹۳۰ز کال د جنورۍ په میاشت کې د دربار د وزیر په توگه ﺌـې دنده پیل کړه. د ۱۹۳۰ز کال د اپریل په میاشت کې د جنگ د وزارت مرستیال وزیر. د ۱۹۳۰ز د جولای په میاشت کې د قطغن او بدخشان د ملکي او پوځي چارو لوی اداري مشر یا تنظیمیه رﺌـیس. وروسته ددﮤ ځای ناستی جنرال غلام غوث خان سو او دی مزار شریف ته د مزار د مرستیال والي په توگه واستول سو. په ۱۹۳۱ز کال کې د شمال د ولایتونو تنظیمیه رﺌـیس. د ۱۹۳۲ز کال په جنورۍ کې کابل ته راستون سو او د «رﺌـیسِ اردو» او د ملي دفاع د وزیر په توگه وگومارل سو (له محـمد داؤود سره په اداري موضوعاتو کې موافق نـﮥ وو). د شاه جان غني احمدزي خسر. په ۱۹۳۸ز کال کې وفات سو. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
|  | لودین احمد علي |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | فرزند کاکا سید احمد بود. نظامنامـﮥ را از زبان ترکي به دري ترجمه نموده است. عضو بورد تحریر سراج الاخبار بود. یک مشروطه خواه بود که در سال۱۹۱۸در شوربازار کابل بالای امیر حبیب الله خان فیر نمود و از همین سبب قسمت زیاد زندګی را در زندان سپری نمود. عضو سازمان جوانان افغان بود. درزمان امیر امان الله خان و نادر خان شاروال کابل و بعد درسال ۱۹۳۰ اعدام ګردید. مترجم دری: پوهاند محمد بشیر دودیال | عبدالرحمن لودین د کاکا سید احمد زوی. نظام نامـﮥ ﺌـې له تورکي څخه دري ته وژباړله. د سراج الاخبار د کتونکي بورډ [ ]غړی. یو مشروطه غوښتونکی/ مشروطه خواه. ویل کـېـږي چې په ۱۹۱۸ز کال کې ﺌـې د کابل په شوربازار کې په امیر حبیب الله خان ډز کړی وو چې له دې کبله د ژوند ډېـره موده ﺌـې په زندان کې تـېـره کړله. د ځوانو افغانانو / جوانان افغان غړی. د امیر امان الله خان او نادر خان پر مهالونو د کابل ښاروال. په ۱۹۳۰ز کال کې اعدام سو.
لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
|  | لودین عبدالرحمن |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | | د کــبـیـر لودین ورور. ساختماني انجنیري ﺌـې د امریکا په متحده ایالاتو کې لوستې ده. په ۱۹۶۵ز کال کې د فراه والي. له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۰ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر. له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۱ز کال پورې د سرې میاشتې رﺌـیس. په ۱۹۷۷ز کال کې د بُن سفیر. د مـحـمـد ابراهیم عباسي له خور شمیم عباسي سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ. د ۱۹۷۰ز لسیزې په اوږدو کې وفات سوی دئ. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
|  | لودین محـمـد بشـیـر |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | | محـمـد کبیر لودین د کوهدامن له لودینانو څخه دئ او په ۱۹۱۰ز کال کې زېـږېـدلی دئ. د حـبـیـبـیې له لیسې او د امریکا په متحده ایالاتو کې له ساختماني انجنیرۍ څخه فارغ سوی دئ. د ۱۹۴۰ز لسیزې په اوږدو کې ﺌـې خپل کاري ژوند د ټولگټو / فواید عامې په وزارت کې پیل کړی دئ او په ۱۹۴۶ز کال کې د ټولگټو د وزارت وزیر سو. په ۱۹۵۳ز کال کې ملگرو ملتونو ته د افغان په داﺌـمي استازیتوب کې. له ۱۹۵۴ تر ۱۹۵۶ز کال پورې د امریکا متحده ایالاتو ته د افغانستان سفیر. په ۱۹۵۶ز کال کې د ټولگټو وزیر. له ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۹ز کال پورې ﺌـې له ایران سره د هلمند د اوبو د موضوع په خبرو اترو کې مهمه ونډه ولوبوله. له ۱۹۶۱ تر ۱۹۶۴ز کال پورې برتانیې ته د افغانستان سفیر. د ۱۹۶۴ز کال د جولای د میاشتې له ۲۶ نـېـټې تر ۱۹۶۶ز کال پورې چې ددﮤ د وفات کال دئ په هندوستان کې د افغانستان سفیر. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
|  | لودین محـمـد کبیر |