Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
مختصات افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم یا کلمه
محققین و مؤلفیند افغانستان په لوی قاموس کې د تاریخپوه او څیړونکي، ډاکټر «لطیف یاد»، یادونه

​له نن څخه څلور شپیته کاله وړاندې، یعنی د ۱۹۵۸م کال د اګست په ۱۷ تاریخ د همیشه بهار ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې یو ګلالې ماشوم وزیږید. ارواښاد پلار یې، استاد محمد طالب ورباندې د لطیف خالق د لطف په پار د عبداللطیف نوم کیښود. هیڅوک نه پوهیدل چې د حاجي ملا جان لمسى، د عبدالسميع کړوسى او د مومند آخوند زاده همدا کودى به یوه ورځ د دغې عالمې کورنۍ د ویاړونو لامل ګرځي او خپلې ژبې او ټولنې ته به د لسګونو کتابونو او سلګونو څیړنیزو مقالو سوغاتونه وړاندې کوي. نيکونه او مشران یې چې د اسلامي علومو نومیالي پوهان وو، پخپلې سيمې او ولس کې د ډیر درناوي او ارادت څخه برخمند وو. پلار یې د افغانستان د عدلي محاکمو په بيلا بیلو برخو کې د پنځو لسیزو لپاره دنده درلودله چې په پوره امانت، مسلکیتوب او ديندارۍ سره یې سرته رسولې ده. همدارنګه ارواښاد يوه موده د کابل په عربي دارالعلوم کې د تجويد او عربي ژبې استاد هم وو.
لومړنۍ او ثانوي زده کړې:
ولي الله ملکزی

لطیف یاد