نوع محتوا | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | استاد محـمد قاسم افغان د «استاد ستارجو» کشمیري زوی په ۱۸۸۱ز کال کې زېـږېـدلی دئ. استاد د شلمې پـېـړۍ په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې تر ټولو ښـﮥ او ډېـر مشهور موسیقي پوه او سندرغاړی وو. گڼ شمـېـر شاگردان ﺌـې وروزل. د امیر حبیب الله خان د سلطنت له لومړیو ورځو څخه دی د دربار سندر غاړی وو. د اعلیحضرت امیر امان الله خان ډېر خوښ وو. د هندي موسیقۍ په چوکاټ کې ﺌـې د افغاني موسیقي بڼه رامنځته کړه. په ۱۹۵۷ز کال کې وفات سو. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| | قاسم افغان |